03 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ګمرک کې له فساد سره پر جدي مبارزې دهرات د والي ټينګار

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دکب ٩مه / باختر :
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي  په ګمرک کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او له فساد سره  د جدي مبارزې اړتيا جدي وبلله .
د هرات ګمرک  د نوي رييس په توګه  دحمد الله همدرد له وروپيژندنې سره جوخت، د هرات والي  په ګمرکاتو کې  داصلاحاتو اوله فساد سره دمبارزې بهير  د ګړندي کولو په کار کې  د ماليې  وزارت د مسوولانو  دزيات جديت  غوښتنه وکړه .
  رحيمي وويل:  دهرات ګمرک  په هېواد کې  دعوايدو دتامين ډيره مهمه سرچينه ده چې په هغه کې بايد  د اومو توکو د واردوونکو په خاطر لازمې اسانتياوې  برابرې کړي .
دهرات والي  په اسلام قلعه ګمرک کې د سکنر دستګاه  او ديجيتلي تلې  درولو په کار کې له ماليې وزارت  څخه د جديت  غوښتنه وکړه.
رحيمي  په اسلام قلعه ګمرک کې  د نظم  احيا کولو ته پاملرنه  جدي وبلله  او په همدې حال کې يې له ماليې وزارت څخه  وغوښتل  چې د دغې حوزې  په ګمرکاتو کې  لازم اصلاحات  عملي کړي .
ختم_ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.