14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سږ کال به په بادغيس کې لسګونه زره ټنه اصلاح شوي غنم راټول کړى شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
د بادغيس د کرنې او اوبولګولو رياست وايي چې په روان کال کې به د غنمو د اصلاح شوي تخم وېشلو او وروستيو اورښتونو ته په پاملرنې سره څه دپاسه ٣٢ زره ټنه غنم  راټول کړى شي.
دغه رياست وايي چې په روان کال کې يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې په ١٦ زره ٣٤٠ بزګرانو ٨١٧ ټنه اصلاحي شوي غنم او ٩٦٤ ټنه کيمياوي سره وېشلې ده چې په دې ترتيب په بادغيس کې په ٨ زره ١٧٠ هکتاره ځمکه کې اصلاح شوي غنم کرل شوي دي.
دغه رياست اټکل کوي چې له يوه هکتار ځمکې څخه په منځني کچه د څلورو ټنو حاصلاتو په ترلاسه کولو سره سږ کال په بادغيس کې ٣٢ زره ٦٤٠ ټنه غنم ترلاسه کېږي.
په دغه اندازه د اصلاح شوي غنم په حاصلاتو سره د اصلاح شوي تخم د کرکيلې  د رواجولو په برخه کې مهم ګام پورته کېږي.
ختم- ج –اکرم

 

Last modified on Thursday, 02 April 2020 11:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.