14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان دولت د طالبانو۸۰ بنديان آزاد کړل

د افغانستان دولت د طالبانو۸۰ بنديان آزاد کړل

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر د افغانستان اسلامي...

اته یرغلګر په زابل کې ووژل شول

اته یرغلګر په زابل کې ووژل شول

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر په زابل کې...

په روزګان کې د طالبانو طرحه ناکامه شوه

په روزګان کې د طالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر په روزګان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کرونا ويروس د خپرېدو په خاطر هرات ته ټولې الوتنې بندې شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
په هرات کې د کرونا ويروس د خپرېدو په دليل دغه ولايت ته او له دغه ولايت څخه  د افغانستان نورو ولايتونو ته ټولې الوتنې بندې شوې.
د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې دغه تصميم يې د افغانستان د حکومت له خوا په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه نيولې دى.
پوځي، سوداګريزې او بيړنى او د فني ستونزو په دليل الوتنې له دغه کار څخه مستثنى بلل شوي دي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د هوايي ترافيکو د تنظيم رياست يوه مسوول  باختر آژانس ته وويل چې هرات ته او له هرات څخه د افغانستان نورو سيمو ته  د مسافر وړونکو الوتکو د الوتنو د بندولو تصميم به د کرونا ويروس تر پاى ته رسېدو پورې دوام وکړي.
تراوسه په افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر ٢٣٩ تنو ته رسېدلې دى  چې ٨٠ سلنه يې يوازې په هرات کې دي.
دغه راز درې تنه  د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي، خو روغتيايي مسوولين وايي  چې ١٠ تنه په هېواد کې تداوي شوي دي.
ختم- ج - اکرم

Last modified on Thursday, 02 April 2020 11:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.