11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر فریده د پنځو بچیانو مور...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بادامو د پروسس یوه فابریکه په دایکنډي کې پرانيستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ٨ مه / باختر
د دایکنډي په مرکز کې د بادامو د پروسس یوه فابریکه نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه فابریکه د ۶،۱ میلیونو افغانیو په لګښت، د اکسفام موسسې د آسترالیا په مرسته د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند سرخ بېدک کلي کې جوړه کړې ده.
د دایکنډي والي ضیا همدرد د دغې فابریکې د پرانيستلو په وخت کې وویل: هغه دولتونه چې پرمختګ کړی دی؛ کرنه یې بنسټ دى او د دایکنډي لومړۍ درجه محصول بادام دی چې دغه بادام په ملي نندارتون کې لومړى مقام ګټلی دی.
د کرنې رییس وویل: هغه اومه بادام چې مخکې صادرېدل؛ په یو ناڅیز ارزښت پلورل کېدل؛ په داسې حال کې؛ که چېرې بادام پروسس شي؛ دوه برابره پلورل کېږي.
په دایکنډي کې د اکسفام موسسې مسوولې فاطمې یعقوبي وویل چې دغه فابریکه د یوه زرنج او دوو بایسکلونو په ګډون د اړتیا وړ ټولو تجهیزاتو په استفادې سره، په یوه پوړ کې په اساسي ډول جوړه شوې چې د لسو ښځو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.