09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوه نوې څېړنه : د مديترانه يې ميوو د ونو روزنه هلمندي بزګرانوته له کوکنارو څخه زياته ګټه لري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ ١١مه / باختر :
يوه نوې څېړنه ښيي چې د ډول ډول  مديترانه يې ميوو د ونو روزنه  کولاى شي   د کوکنارو په نسبت بزګرانو ته زياته ګټه ورسوي .
د دغې څېړنې له مخې، د هلمندهوا او اوبه  د مالتو،  املوکو،  کيلې،  نارنجو او د ليمو په ګډون  د ډول ډول مديترانه يي ميوو د ونو  د روزنې لپاره  مناسبه ده.
دغه څېړنه  دزراعتي چاروکارپوهانو د بولان او د انارباغ  په تحقيقاتي فارمونو کې ترسره کړي دي .
د هلمند د کرنې،  اوبو لګولو او د مالدارى رييس  زلمي الکو باختراژانس ته وويل : چې د هلمند هوا او اوبه د مالتو، املوکو،  کيلې، نارنجو او د ليمو د ونو د روزنې لپاره مساعده ده او کولاى شي  په هلمند کې دکوکنارو په نسبت  ګټور وي .
هغه وويل :  چې دوى  د دغو ميوو ډول ډول نيالګي تېرکال  له ننګرهار څخه  راوړي دي . او د بولان او د انارباغ په تحقيقاتي فارمونو کې ايښي دي .
د هلمند د کرنې رييس وايي: چې د دوى څېړنې  تراوسه پورې  دوام لري . او ټاکل شوې ده د دغو څېړنو له بشپړېدو وروسته  په هلمند کې د زرګونو بڼونوپه جوړولو سره د مالتو،  املوکو،  کيلې، نارنجو او د ليمو د کاروبار د رواجولو لپاره  زمينه برابره شي .
مسوولين وايي : د دغه کار هدف  له يوې خوا په هلمند کې د ميوو د حاصلاتو زياتوالي او له بله پلوه د کوکنارو پرځاى بزګرانو ته  د بديل کرکيلې رواجول دي
دافغانستان د هلمندولايت تراوسه پورې  په نړۍ کې  دنشه يي توکو له سترو توليدونکو څخه شمېرل کېږي.
د هلمند په زياتو سيموکې  د طالبانو پراخ شتون  په دغه ولايت کې  دنشه يي توکو کاروبار زيات کړى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.