11 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته امنيتي منسوبان په ننګرهار کې شهيدان شول

اته امنيتي منسوبان په ننګرهار کې شهيدان شول

- جلال اباد / د زمري ٢١مه/ باختر اته امنيتي منسوبان...

دوه ښځې په هرات کې ووژلې شوې

دوه ښځې په هرات کې ووژلې شوې

- هرات / د زمري ٢١مه/ باختر دوه ښځې په هرات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر
په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو ۴۰ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړى چې په دې سره په دغه ولایت کې د کوکنارو په کښت کې پوره کموالی راغلی دی.
د کونړ په خاص کونړ، څوکۍ، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو کې سږکال په څه باندې ۱۰۰۰ جرېبه ځمکه کې هنداوڼې کرل شوي، چې له حاصلاتو یې بزګران خوښ او له بېلابېلو سیمو خلک د هندواڼو پېرلو ته ورځي.
د کونړ د کرنې رییس نجیب الله وایي چې د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس سږکال په دې ولایت کې له ۱۰۰۰۰ نیولې تر ۱۲۰۰۰ ټنو هندواڼې شوې، چې پرمټ یې خلکو ته شاو خوا ۴۰ میلیونه افغانۍ عاید په لاس ورغلی دی.
ځايي خلک بیا د نورو سیمو په پرتله د کونړ هندواڼې خوندورې بولي او له دولت او پانګه والو غواړي چې د بڼوالۍ سکتور پر لا پیاوړتیا پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کونړ کې د کرنیز سکټور د میکانیزه کېدو د هڅو په پایله کې د خلکو پام بڼوالۍ ته اوښتی چې د نارنج، لیمو، مالټې، زردالو او الوچو ترڅنګ اوس د چارمغزو او شفتالو پر بڼونو میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې، چې دې چارې په کونړ کې د کوکنارو په کښت کې پوره کموالی راوستی او زیات شمېرخلکو بڼوالۍ ته مخه کړې ده.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.