13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دوه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دوه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر مرکزي بانک ٣٢...

په پروان کې یو مسلخ جوړېږي

کابل / د زمري ۲۳ مه / باختر د پروان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بادغيس د پستې حاصلات به سږ کال دوه برابره شي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

٢٢-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
د بادغيس ولايت د کرنې او مالدارى  د رياست مسوولينو سږ کال  د دغه ولايت د پستې د حاصلاتو د دوه برابره کېدو د احتمال خبرورکړ .
د بادغيس ولايت  د کرنې او اوبو لګولو رييس عبدالتواب  تايب  وايي: چې  په دغه ولايت کې د پستې له طبيعي ځنګلونو څخه د راټولوشويو شمېرنو او څېړنو له مخې به ، سږ کال  په بادغيس کې نږدې  شپږ ديرش زره  څلور سوه شپږ پنځوس متريک ټنه پسته  راټوله شي  چې د تېرکال په پرتله به زيات وي .
هغه وويل : تېرکال  د وچکالي له امله  حاصلات لږ و ، خوسږ کال څرنګه چې د واورې او باران اورښت زيات و ،  د پستې حاصلات هم  زيات دي .
تېرکال په بادغيس ولايت کې د پستې  د حاصلاتو کچه  پنځلس زره  څلور سوه متريک ټنو ته  رسېده .  که څه هم د بادغيس ولايت  د کرنې او اوبولګولو رياست  په دغه ولايت کې  د پستې د حاصلاتو د دوه برابره کېدو په نسبت خوشبين دى  خو د دغه ولايت  د اب کمري ولسوالۍ يو اوسيدونکى  محمد عارف  وايي : چې د کال په پيل کې د پستې د ځنګلونو  حاصلات  ډير ښه و  خو د ږلې اورښت  دغو ځنګلونو ته  زيان  واړوو .
هغه دغه راز ټينګاروکړ، چې د پستې  د ځنګلونو  يوه برخه  د طالبانو تر کنترول لاندې ده .
په بادغيس کې  د پستې  ديرش زره هکتاره طبيعي ځنګلونه شتون لري او په وروستيو کلونوکې  د کرنې اواوبو لګولو وزارت  اود همکارو موسسو د هلوځلو په پايله کې  په دغه ولايت کې د پستې  زيات بڼونه  جوړ شول .
د بادغيس ولايت د کرنې اواوبو لګولو رياست وايي: چې د دغو هلوځلو په نتيجه کې  د پستې  څلور زره بڼونه جوړ شول  خو تراوسه پورې يې حاصل نه دي ورکړي .  د بادغيس  دکرنې اواوبولګولورياست  مسوولينو  دغه راز په روان کال کې  د پستې  د ١٢٠ هکتاره  طبيعي ځنګلونو د احيا کولو خبرورکړ او ويې ويل: تېرکال  دپستې  ١٦٠ هکتاره  طبيعي ځنګلونه احيا شول . او سږ کال  هم  دمنظور شوې پلان له مخې،  د پستې ١٢٠ هکتاره  طبيعي ځنګلونه احيا کېږي .  دغه راز د کرنې  رياست  د روان کال په پسرلي کې  د پستې اويا زره نيالګي  په شنو خونو کې روزلي دي او په مناسبه بيه يې  بڼوالو ته وړاندې کړي دي  چې تراوسه پورې  په  ٢٥٠٠ جريبه ځمکه کې  د کرنې د رياست او د همکارو موسسو له خوا د پستې نوى بڼونه  جوړ شوي دي .
د بادغيس ولايت پسته  د دغه ولايت  د بززګرانو له سترو عوايدو څخه  دى او نړيوال شهرت لري .    ختم _ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.