13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دوه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دوه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر مرکزي بانک ٣٢...

په پروان کې یو مسلخ جوړېږي

کابل / د زمري ۲۳ مه / باختر د پروان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حکومت د کابل – قندهار په لويه لاره د طالبانو له خوا دويجاړوشويو پلونودبيا جوړولو لپاره هڅې کوي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
حکومت  هلې ځلې  لري  چې د کاپل – قندهار  په لويه لاره  د ترافيکو  د بهير د ښه جوړولو په خاطر  د طالبانو له خوا ټول ويجاړ شوي پلونه ترميم کړي .
په ويجاړو شويو پلونو کې د زابل ولايت په مربوطاتو کې  څه ناڅه درې پلونه شته .
د زابل د فوايد عامې رياست  وايي: چې د دغو پلونو د جوړولو لپاره هڅې روانې  دي .
  د مغليز پل د کابل -قندهار په لويه لاره کې لومړنى پل دى  چې د زابل په مربوطاتو کې بيا رغول کېږي .
دغه پل  د وسله والو طالبانو له خواويجاړ شوى دى او اوس بيا رغونې ته اړتيا لري .
د فوايد عامې رياست يومسوول  باختراژانس ته وويل: چې  د مغليز د پله د بيا جوړولو کار نن پيل شو .
هغه وويل:  د ترافيکو د بهير د عادي کولو لپاره ، ټاکل شوې ده  درې ويجاړ شوي پلونه  د کابل – قندهار  په لاره کې جوړ شي .
دا په داسې حال کې ده  چې د کابل – قندهارپه  لويه لاره کې  پلونه او واټونه، سوداګرى کاروانونه اومسافروړونکي  له ستونزې  سره مخامخ دي .
طالبان په افغانستان کې زياتره  په گڼ مېشتولارو په ځانګړې  توګه په لويو لارو کې د ماينونو اوبمونو په ښخولولاس پورې  کوي . هغه اقدام چې د  ملکي وګړو  دقرباني کولو  تر څنګ  غواړي سړکونه ويجاړ شي او د ترافيک بهير له ستونزې سره مخامخ شي .
  ختم _ شکريه_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.