05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهلمند د انګورو حاصلات ډېر شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل د چنګاښ ۱۷ باختر
د انګورو د فصل په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست خبر ورکړئ، چې دغه ولایت کې به سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وی.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو له بڼونو څه باندې ۹۰ زره ټنه حاصلات تر لاسه شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي چې دامهال په ۶۹۱۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه شته او هڅه کوي چې دا شمېره زیاته شي. زلمي الکو وویل، چې له دغو بڼونو څخه به سږکال ۹۰ زره او ۷۵۰ مټریک ټنه انګور تر لاسه شي.
د الکو په خبره په هلمند کې ۱۸ ډوله انګور شته او دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي، نو په بېلابېلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.
هلمند کې د انګورو ګڼ شمېر باغونه شته چې د تېرو کلونو سره په لوی توپیر یې د حاصلاتو په کیفیت او زیاتوالي کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.
د هلمند انګور د یو شمېر ولایتونو لکه زابل ، غزني ، میدان وردګ ، نیمروز او کابل تر څنګ بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هند ته هم صادرېږي او ښه بازار هم لري.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عصري ممیزخونې هم جوړې شوې دي او د انګورو بڼوال کولای شي، چې په کې په ښه کیفیت سره خپل انګور په ممیزو بدل او بازار ته یې وړاندې کړي. پاى- ن-ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.