03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سږ کال به د هلمند له انګورو څخه ۹۰ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۱٨ مه / باختر
د انګورو موسم په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست خبر ورکړی دى چې په دغه ولایت کې به سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي: تمه ده چې سږ کال به د هلمند د انګورو له بڼونو څه باندې ۹۰ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.
الکو وايي چې دا مهال په ۶۹۱۰ هکټاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او بڼونه شته او هڅه کوي چې دغه شمېر نور هم زیات شي.
هغه وویل چې له دغو بڼونو څخه به سږکال ۹۰ زره او ۷۵۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شي.
د الکو په خبره؛ په هلمند کې د ۱۸ ډوله انګورو بڼونه جوړ شوي دي او دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي، نو په بېلابېلو ولایتونو کې ښه مارکېټ هم لري.
د هلمند انګور زابل، غزني، میدان وردګو، نیمروز او کابل او له هېواده بهر پاکستان او هند ته هم صادرېږي او ښه بازار لري.
د یادونې وړه ده چې په وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ممیزخونې هم جوړې شوې دي او د انګورو بڼوال کولای شي چې په کې په ښه کیفیت خپل انګور په ممیزو بدل او بازار ته یې وړاندې کړي.
پای/وصال

 

Last modified on Wednesday, 08 July 2020 07:40

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.