10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ۲۹ ولایتونو لپاره د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۹ پروژو هوکړه لیکونو لاسلیک شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کايل/ د چنګاښ ۱۸ مه/ باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له اړوندو پرمختیایې شوراکانو سره د۲۵۹ پرمختیایې پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
باختر آژانس ته د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت معلوماتو له مخې ، کریمي هغې غونډې ته چې په همدې موخه جوړه شوې وه وویل:دا پروژې دهیواد په ۲۹ ولایتونو کې چې روزګان، بادغیس ، بدخشان ، بامیان ، بغلان ، بلخ ،پروان ، پکتیا ، پکتیکا ، تخار ، جوزجان ، خوست ،دایکندی ، زابل ، سمنگان ،سرپل ، غزنی ، غور ، فاریاب ، کابل ، کاپیسا ، کنړ ، قندهار،لوگر ، میدان وردک ، ننگرهار ، نورستان ، هرات اوهلمند دي پلې کیږي او په تطبیق کې به یې نږدې ۴۵۸ زره کاري ورځې رامنځته شي، د کلیو بیارغونې او پراختیا دوزیر په وینا دا پروژې ۱۴۸ د اوبو رسولو شبکې، ۱۲۷ ژورې او سطحي څاګانې، د اوبو ۹۹ زیرمې، ۷ روغتیایي مبرزونه او ۴۲۵۰ متره د اوبه خور کانال لري چې له ګټو به یې ۳۷۴ زره کلیوال برخمن شي.

ددغو پروژو یوه برخه له ملي بودیجې او بله برخه یې د امریکا دمتحدو ایالتونو د پرمختیایې ادارې او همداراز د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) له لوري تمویلیږي.

د یادولو وړ ده چې یادې پروژې د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د اوبورسولو ملي پروګرام تر سیوري لاندې تنظیم او د پرمختیایي شوراګانو له لوري تطبیقیږي.

اوس مهال د افغانستان په کلیو او ښارونو کې ۱۷ میلیونه وګړي دڅښاک له پاکو اوبو برخمن دي چې دهیواد ۶۳سلنه خلک کیږي، خو د افغانستان په کلیو کې دا شمیره ۵۳ ده، او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ کاله ۱۰۰ سلنه کلیوال د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.