06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل /دزمري ١٦مه /باختر: د لويې جرګې په باب د کابل...

خبرتيا

خبرتيا

-کابل /دزمري ١٦مه /باختر: د کار ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا ټاکل شوې...

لغمان د(ام) ونو د روزنې لپاره  مناسب  چاپېريال دى

لغمان د(ام) ونو د روزنې لپاره مناسب چاپېريال دى

-کابل /دزمري ١٦مه /باختر: د لغمان د کرنې اواوبو لګولود رياست...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتیا کې د جلغوزيو او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې لپاره قوریې جوړې شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د جلغوزیو او غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.
د یاد ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ځاځی اریوب ولسوالۍ د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیا رغونې لپاره د یادو کرنیزو محصولاتو ۸۰ قوریې جوړې کړي دي او قوریه لرونکو  ته د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو په برخه کې روزنه هم ور کړې ده. په روزنیز پروګرام کې قوریه لرونکو ته د ځنګلونو اهمیت، ساتنه او پالنه او دغه راز د چهارمغزو او جلغوزیو د کورنيو قوریو د کښت، خړوبول، د ښه تخم انتخاب، د هرزه بوټو کنترول، د تخم راټولول او نور اړین موضوعات په عملي او نظري ډول ورښودل شوي دي.
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دی، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.