06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نيمروز کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کايل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د نيمروز ولایت په مرکز زرنج  او ددې ولایت په چخانسور، كنگ او خاشرود  ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړوي.
د نيمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: «د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مرسته د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او په يادو ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي.»
د نيمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کیږي.
د نيمروز د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
د نيمروز د کرنې ریاست وایي، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.
دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.