05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کندز کې د هڼدوانو او خټکيو حاصلات زيات شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر
د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت د تېرکال په پرتله د هڼدوانو او خټکيو حاصلات ٨ سلنه زيات شوي دي.
د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس عبدالهادي قرلق نن د باختر آژانس له خبريال بريالي همنوا سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل: تېرکال په کندز کې ٩٣ زره مټريک ټنه هڼدوانې راټولې شوې وې، خو سږکال په دغه ولايت کې څه دپاسه  ١٠٠ زره مټريک ټنه هڼدوانه راټوله شوې ده. په همدې ترتيب تېرکال په کندز کې ١٠٠ زره مټريک ټنه خټکۍ راټولې شوې وې او په روان کال کې ١١١ زره مټريک ټنه خټکۍ ترلاسه شوې دي.
هغه زياته کړه چې دغه شمېر د تېرکال په نسبت په دغه ولايت کې د هڼدوانو او خټکيو په حاصلاتو کې ٨ سلنه زياتوالى ښيي.
د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس په روان کال کې د خټکيو او هڼدوانو د حاصلاتو د زياتوالي دليل ښه هوا او د دغه ولايت پر بزګرانو د آفتونو ضد درملو وېشل وبلل.
هغه زياته کړه چې سږکال د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د کندز خټکۍ اوهڼدوانې بهر ته  نه دي صادرې شوې، خو بيا هم د کندز خټکۍ او هڼدوانې د هېواد په بازارونو کې د تېرکال په نسبت په مناسبه بيه پلورل کېږي.
ختم -ج - اکرم

 

Last modified on Sunday, 12 July 2020 09:48

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.