05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د زابل د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه زیاته شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کايل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو د ۱۲ سلنې زیاتوالي خبره کوی او وایي، چې له بڼوالو سره هر اړخېزې مرستې، د بڼوالو عامه پوهاوی، کافي ورښتونه او د ناروغیو میخانیکي مخنیوي هغه لاملونه دي، چې  ددې ولایت د بادامو سږنۍ حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات شوي دي.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت ۱۰ زره او ۷۵۰ هکټاره ځمکه د بادامو ونې پوښلي دي، چې سږکال یې حاصل د تېرکال په پرتله ۱۲ سلنه زیات دي.د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي: « د کرنې ریاست او د بزګرانو په هلو ځلو سره د زابل ولایت د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي دي.موږ هلې ځلې کوو، چې د زابل ولایت کرنیز تولیدات د کیفیت له پلوه ښه او د کمیت له پلوه ډېر کړو.»
د زابل د کرنې ریاست په دې ولایت کې د بادامو د لانورو بڼونو د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: «موږ په دې هڅه کې یو چې د بادامو د نويو بڼونو په جوړولو سره او یا لږ تر لږه د نباتي افتونو د ضد درملو په رسولو سره ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو کچه لوړ کړو.»
په ورته وخت کې د دې ولایت د بادامو بڼوال هم د بادامو له سږنيو حاصلاتو خوښ دي.
زابل د هېواد په سوېل لوېديځ كې پروت ولایت دى، چې ډېری اوسیدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو څوکلونو کې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د بادامو د نويو بڼونو په جوړولو سره توانېدلې دی چې د زابل د بادامو د حاصلاتو کچه لوړ او د بڼوالو عواید زیات کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.