05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فراه ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې پای ته ورسېدې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۲۳ مه / باختر

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د فراه په مرکز کې د دې ولایت د ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت معلوماتو له مخې؛ دا دوه پوړیزه اداري ودانۍ په ۳۳۲.۸۱ متر مربع ځمکه کې د ۱۱ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې څخه جوړه شوې ده.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د ټولګټو پروژو په عملي کولو د هېواد په کچه سیمه ییزه حکومتولي پیاوړې کړې او همداراز خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړوي.

###

 

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.