13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څه دپاسه ٦ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړى شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
د روان  مالي کال د چنګاښ میاشتې له (۷ مې – ۲۰ مې نېټې) پورې د هیواد له عوایدي سرچینو څخه ۶ میلیارده ۲۴۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. چې ۳۲۹ میلیونه یې له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۱۹ میلیونه یې له مالیاتي عوایدو، ۸۶۵ میلیونه یې له غیرمالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۲۷ میلیونه د هیواد له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.
د روان مالي کال د چنګاښ میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې په ټوله کې د هیواد ملي عواید ۸۶ میلیارده ۳۷۷ میلیونه افغانۍ راټول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د قانون د حاکمیت او حکومتوالۍ عالي شورا له هدایت سره سم له دې وروسته به مالیې وزارت د هیواد د ملي عوایدو هر ۱۵ ورځنۍ راپور د رسنیو له لارې هیوادوالو سره شریکوي. پاى- ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.