10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمند کې د غنمو تخمونو د پروسس لړۍ پيل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۲۵ مه/ باختر
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند د کرنې ریاست اړوند په  بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تخمونو دتولید په موخه تخمونه کرل شوې ووچې اوس یې د پروسس لړۍ پیل شوې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د تولید په موخه د غنمو بېلابېل ډولونه یا ورایټۍ کرل شوې وو چې له دغو غنمو څخه به د غنمو مورني تخمونه تر لاسه شي. دهغه په خبره د غنمو دغه مورني تخمونه به هغو شرکتونو ته ورکړل شي، چې د اصلاح شويوتخمونو د تولید په برخه کې د فعالیت جواز لري.
په هلمند کې د غنمو د اصلاح شويوتخمونو په تولید سره یاد ولایت د تصدیق شويو تخمونو له اړخه ځان بساینې ته نږدې کیږي.
د هلمند دکرنې رییس وایي دوی هلې ځلې کوي، چې په هلمند کې د بېلابېلو نباتاتو تخمونه اصلاح او تکثیر کړي چې د بزګرو کرنیز محصولات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او د بزګرو او ځمکوالو د اقتصادي ودې لامل شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.