25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نړیوال بانک د ۳۸۰ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د مرستو دوه بستې تصویب کړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ١٥مه / باختر
د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د کووېډ -۱۹ له امله له منفي اقتصادي اغېزو سره د مبارزې په موخه د ۳۸۰ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان او د کرنې بېړنۍ پروژې او خوراکي توکو د خوندیتوب (EATS) لپاره له افغانستان سره د مرستو دوه بستې تصویب کړې.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د یادو پیسو له جملې څخه ۲۸۰ میلیونه امریکایي ډالره د ملي دسترخوان د ملاتړ چې د بېوزلو او زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي دي، له دې جملې څخه ۱۵۵ میلیونه امریکایي ډالره د نړیوالې توسعې د انجمن (IDA) له لوري، چې د نړیوال بانک تر چتر لاندې فعالیت کوي او ۱۲۵ میلیونه امریکایي ډالره یې د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) له لوري چې د ۳۴ هېوادونو په استازیتوب یې نړیوال بانک مدیریت کوي، ورکول کېږي.  
له نوموړې پروژې به په ټول افغانستان کې ۲،۹ میلیونه کورنۍ برخمنې شي چې د ملي دسترخوان پروګرام د ولسي تړون له لارې مخته وړل کېږي، همدا شان ۹۰ سلنه هغه قشرونه چې زیانونه یې لیدلي او ورځني عاید یې دوه ډالره او یا هم له هغه کم دي، تر پوښښ لاندې راولي.
همدا شان د ۳۸۰ میلیونو امریکایي ډالرو له کڅوړې، ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالره د کرنې بېړنۍ پروژې او خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره ځانګړي شوي دي، ۵۵ میلیونه امریکایي ډالره یې د نړیوالې ودې ټولنې له لوري او ۴۵ میلیونه امریکايي ډالره یې د افغانستان د بیارغاونې وجهي صندوق له لوري تامینېږي چې د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د اغېزمن او غوره مدیریت او له اړو سره د مرستو لپاره د افغانستان له دولت سره مرسته شوې دي او موخه یې د لنډمهاله اقتصادي فرصتونو رامنځته کول او زیانمنو قشرونو ته د خوراکي توکو وړاندی کول دي.
دغه پیسې به د کرنې په برخه کې د اوبولګولو د خدمتونو وړاندې کولو، بزګرانو ته د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو د وېش په ځانګړي توګه غنمو چې د افغانستان د خلکو ۷۰ سلنه اصلي خوراکي توکی جوړوي، ولګول شي.
پای / وهاج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.