26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت...

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلوولسوالۍ پرسنګرپوستې او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دغوري سمنټو په فابريکه کې د سمنټي بلوکو توليدات پيل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
د بغلان د پلخمري د غوري سمنټوفابريکه د ودانيولپاره  د سمنټي بلوکونو په توليد پيل وکړ .
د غوري سمنټو د فابريکې مرستيال انجنير نظر محمد مموزى  د باختراژانس سيمه ييز خبريال علي علمي ته وويل چې دغه بلوکونه د بازار له بېې څخه  پنځه سلنه ټيټه اړو کسانو ته وړاندې کېږي.
هغه وويل  د دغوبلوکونود توليدولو لپاره  کافي مواد په واک کې لري او د غوري سمنټو د بلوکونو د توليد دستګاه اوس په ورځ کې د٨٠٠سمنټي بلوکو د توليد ظرفيت لري .
هغه وويل: هلې ځلې کوي چې له دې لارې له يوې خوا د بغلان د خلکو د ساختماني توکو اړتيا لرې شي  اوله بله پلوه  د غوري سمنټو د رياست عوايد زيات شي .
د يادونې وړ ده  چې  له خصوصي برخې څخه  د جمهوري رياست  عملياتي ادارې ته د غوري سمنټو د فابريکې  له ورکولو او د هغه له جايدادونو څخه له استفادې وروسته د کيفيت لرونکې سمنټو په توليدولو د ترقۍ بڼ او د دغې ادارې په چوکاټ کې د کبانو د روزنې د فارم په جوړولو سره په دغه اداره کې  اغيزمن بدلونونه رامنځته شوي دي .
ختم _ ج_اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.