23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې روغتيايي مرکزونه په سنګرونو بدل  شوي دي

په بغلان کې روغتيايي مرکزونه په سنګرونو بدل شوي دي

کابل/ د تلي٢ / باختر دعامې روغتيا رياست مسوولان وايي د...

 په کندز کې پنځه سوه کورنيو مرستې ترلاسه کړې

په کندز کې پنځه سوه کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /دتلي ٢مه /باختر: په کندز کې په پنځه سوه...

دداعش څلور جګپوړي قوماندانان  دهېواد په ختيځ کې ووژل شول

دداعش څلور جګپوړي قوماندانان دهېواد په ختيځ کې ووژل شول

کابل /دتلي ٢مه /باختر: دهېواد په ختيح کې دداعش دډلې څلور...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ننګرهار برېښنا د دستګاه دتوليد کچه زياتېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
د ننګرهار  برېښنا د دستګاه دتوليد کچه  زياتېږي
د هميشه بهار ننګرهار د برېښنا توليد دستګاه اوس ٧٦ميګاواټه برېښنا توليدوي.او ټاکل شوې ده  له ظرفيت جوړولو وروسته د دغې دستګاه  د انرژۍ توليد به ٩٦ميګاواټو ته ورسېږي
د ننګرهار د برېښنا رياست د هميشه بهار د برېښنا دستګاه  د برېښنا د توليدد ظرفيت د لوړولو قرارداد يو خصوصي شرکت ته ورکړې ده .
د برېښنا کمښت  ددې سبب شوى دى  چې د ننګرهار خلک د شپې اوورځې له پلوه  د برېښنا له پرچاوى سره مخ وي .
دغه پرچاوى په تېره بيا  د تودوخې په موسم کې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کوي .
د ننګرهار د برېښناشرکت يو مسوول باختراژانس ته وويل ټاکل شوې ده  ترراتلونکو پنځومياشتو پورې  د هميشه بهار برېښنا شبکې د ځينو برخو په نوي کولو اوبيارغاونې سره د برېښنا د توليد کچه  له ٧٦ ميګاواتو څخه ٩٦ميګاواټو ته زيات شي .
دغه زياتوالي د دې سبب کېږي چې د ننګرهار برېښنا  درې ساعته پرچاوي کمښت ومومي.
ختم _ ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.