26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت...

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلوولسوالۍ پرسنګرپوستې او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاو (ECF) په نوي پروګرام هوکړه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د افغانستان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د ۳۶۴ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د اعتباري اسانتیاو په درې نیم کلن نوي پروګرام باندې هوکړه وکړه.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دې پروګرام موخه په مالي سکټور کې بنسټیز اصلاحات، د لوی اقتصاد چوکاټ، د ملي عوایدو راټولیدل، ګمرکي اصلاحات، د ملي بودجې په لګښت کې روڼتیا، بانکدارۍ سکټور، له فساد سره مبارزه، د اسعارو بیې ثابت ساتل، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، اقتصادي وده او کارموندنه ده.
یاد پروګرام د کرونا ویروس اقتصادي منفي اغیزې کموي همداشان په لوی اقتصاد کې اصلاحات پیاوړي کوي، اقتصادي اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ څخه ملاتړ کوي.
د دې پروګرام له مخې د افغانستان حکومت د یو لړ بنسټیزو شاخصونو په تر سره کولو سره کولی شي ۳۶۴ میلیونه ډالر په راتلوونکو درې نیمو کلونو کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه تر لاسه کړي.
په دې پروګرام کې شاملې مرستې د ټولیزې ودې، د بیوزلۍ کموالي او ځان بسیاینې په ګډون د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۵ کلونو لپاره د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ  دویم سند (ANPDF-II) له موخو څخه د ملاتړ لپاره مهم دی.
همداشان د پیسو نړیوال صندوق نوی پروګرام په لوی اقتصاد کې د ثبات جوړولو، له ملي بودجې څخه ملاتړ، د بودجوي کسر جبران، د نویو پروګرامونو تمویل او د کرونا ویروس منفي اغیزو کموالي سبب کېږي. پاى- ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.