31 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې لسګونه پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وږي ٢٨مه / باختر
په هرات ښار لسګونه پرمختيايي پروژې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د اوبو رسولو ٥١ پروژې، د اوبولګولو ٣١ کانالونه، له سېلاوونو   څخه د کورونو او کرنيزو ځمکو د خوندي پاتي کېدو په موخه د استنادي دېوال او د پلګوټو جوړول او د ژورو څاګانو په کيندلو سره د څښاک اوبو برابرول شامل دي.
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت معين معراج الدين شمس وايي چې دغه وزارت د ٨٨ پروژو د تطبيق لپاره١٥٠ ميليونه افغانۍ لګولې دي.
هغه وويل چې په کرخ، پښتون زرغون، زنده جان، کهسان او فارسي ولسواليو کې ٧٥ زره کورنۍ د دغو پروژو له ښېګنو څخه ګټه اخلي.
له بلې خوا په هرات کې سلګونه نورې پروژې د جوړولو په حال کې دي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.