30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پوهنې او آزادۍ مطبعو تصدۍ د آزادۍ مطبعې دولتي شرکت په نوم او١٠ نورې تصدۍ د ملي پراختیا له شرکت سره يو ځاى کېږي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ٣١مه / باختر د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست عبدالهادي ارغندیوال، په مشرۍ د وږې میاشتې په ۳۱ مه په مالیه وزارت کې د تصدیو ارزونې کمېسیون ناسته وشوه. په دې ناسته کې چې د سکټوري وزارتونو مسوولینو، د تصدیو ارزونې کمېسیون غړو او د دولتي شرکتونو د څار پلاوي غړو شتون درلود، د ملي پراختیا له شرکت سره د تصدیو او دولتي شرکتونو د يوځاى کېدو، د آزادۍ مطبعې دولتي شرکت په نوم د آزادۍ او پوهنې مطبعو د يوځاى کېدو د طرحې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه. له هر اړخیزو بحثونو وروسته د ناستې په پای کې د تصدیو ارزونې کمېسیون د آزادۍ مطبعې دولتي شرکت په نوم د پوهنې او آزادۍ مطبعې او ١٠ نورو تصدیو ( بنائي، هلمند، کورجوړولو ، افغاني، غوري سیمټو، جبل السراج سیمټو، ارزاقو، د شمال دډبرو سکرو ، فلزي عناصرو، مرکزي باروړونکي ) او د ننګرهار کرنې اداري شرکت تصدیو يوځاى کېدل د ملي پراختیا له شرکت سره تائید کړل. پاى \ ذ

Last modified on Tuesday, 22 September 2020 04:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.