27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني په هغه غونډه کې چې د اقتصاد نړیوالې مجمع په نوښت له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه جوړه شوه، ګډون وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل/ دتلې ۲مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې په هغه غونډه کې چې د اقتصاد نړیوالې مجمع په نوښت کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه جوړه شوې وه، خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې چې د یو شمېر هیوادونو جمهوررئیسانو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال هم حضور درلود، جمهوررئیس غني هم د وینا لپاره وربلل شوی و او هلته یې خبرې وکړې.

جمهوررئیس پر نړیوال په ځانګړي ډول د افغانستان پر اقتصاد د کرونا ویروس د منفي اغېزو په اړه پوښتنو ته ځواب ووایه.

جمهوررئیس غني د کرونا ویروس په اړه د خپلو ارزونو په هکله وویل، د کرونا ویروس خپرېدل ناڅاپي پېښه وه چې بدبختانه د افغانستان، سیمې او نړۍ پر اقتصاد یې ناوړه اغېز درلود.

هغه زیاته کړه، د دغه ویروس خپرېدل، د افغانستان اقتصادي وده کابو ۳۰ سلنه راکمه کړې ده او موږ هڅه وکړه چې د خپلو داخلي سرچینو او بین المللي مرستو له جلب څخه په استفادې له دغې پدیدې سره مبارزه وکړو.

جمهوررئیس په دغه غونډه کې وویل، د کرونا ویروس د منفي اغېزو د مخنیوي په خاطر مو د بین المللي همکارۍ په برخه کې هڅه کړې، ترڅو زموږ سرحدونه د سیمې له هیوادونو سره پرانیستي وي، د مارکیټونو د پرانیستي پاتې کېدو او د خوراکي توکو د بیو د خوندي پاتې کېدو لپاره دې له خصوصي سکتور سره کار وشي، د وچې ډوډۍ د وېش او ملي دسترخوان برنامه مو پیل کړې ده.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د حکومت، خلکو او خصوصي سکتور ترمنځ مو یو تړون رامنځته کړی او آن هڅه مو کړې چې د پانګونې په موخه یو ستر استرالیایي پانګوال افغانستان ته سفر وکړي.

جمهوررئیس د دغې غونډې په پای کې وویل، د سیمې له هیوادونو سره مو ښې اړیکې پیاوړې کړي او د کرونا ویروس خپرېدو له امله زموږ د خلکو تلفات د نړۍ د ډېرو هیوادونو په پرتله کم وو، کتلوي معافیت رامنځته شو، د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو برخې څو برابره پیاوړې شوې او د حکومتولۍ په سیستم کې مو خپلې آسیب پذیرۍ پېژندلي دي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.