29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې د شنو خونو په جوړولو سره زراعتي حاصلات زيات شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /د تلې ١٠مه /باختر:
په ننګرهار کې د شنو خونو په جوړولو سره د زراعتي حاصلاتو کچه زياته شوې ده .
اوس په ننګرهار کې  د نورو کروندو ترڅنګ له سلګونو شنو خونو سره ميوه اوسابه ترلاسه کېږي.
دغه شنې خونې په  هر فصل کې د هر راز ميوو او سبو په کرلو سره  ورو ورو د ننګرهار د بازارونو او آن  د هېواد د ځينو برخو اړتياوې تامينوي.
همدا اوس د ننګرهار بادرنګ، نارنج، بېندۍ او کدو د پايتخت تر بازارونو پورې رسيدلي دي.
زياتره دغه حاصلات په دې فصل کې چې هوا ورو ورو سړېږي  په شنوخونو کې ترلاسه  کېږي.
د ننګرهار د کانال يو مسوول باختر اژانس ته وويل:  دوى هلې ځلې کوي چې د نويو شنو خونو په جوړولو سره د ننګرهار د کرنيزو حاصلاتو کچه نور هم زياته شي .
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ همدا اوس د ننګرهار په ګوټ ګوټ کې د دوه سوه شنو خونو د جوړولو کار دوام لري اوټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې اته سوه نورې شنې خونې هم په دغه ولايت کې جوړې شي.
د ننګرهار د زراعتي کانال مسوول وويل:  اوس خلک هره ميوه اوسابه چې په هر فصل کې وغواړي کولاى شي ترلاسه کړي او دا د شنوخونو برکت دى .
هغه وويل چې ترراتلونکو دريو کلونو پورې ننګرهار يواځې کولاى شي  چې د ننګرهار د بازار د اړتيا وړ زياته برخه  له خپلو حاصلاتو څخه تامين  کړي .
پاى- ج-بارکزى

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.