19 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه د فراه د بالابلوک ولسوالۍ لپاره...

په بغلان کې يوه پلورل شوې ماشومه کورنۍ ته يې وسپارل شوه

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه په بغلان کې يوه پنځه مياشتنى...

شپږ وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه شپږ وسله وال طالبان پرون په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
د فراه د بالابلوک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ملا حسام الدين پرون د هېواد د هوايي قواوو په بريدکې ووژل شو.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو يوه جګپوړي  مسوول باختر آژانس ته وويل چې د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو پر سنګرونو د هوايي قواوو په بريدکې ملا حسام الدين له درېيو ملګرو سره يې ووژل شو.
په بريدکې څو جنګي وسايل هم ويجاړ شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
په بغلان کې يوه پنځه مياشتنى ماشومه چې څه موده مخکې پلورل شوې وه، پرون بېرته کورنۍ ته يې وسپارل شوه .
په بغلان کې د ماشومانو د کار د ساتنې شبکې مسوول او د کار او ټولنيزو چارو رياست سرپرست غلام رسول قانع د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوه مياشت وړاندې يوه ماشومه چې مور يې  د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د پنځه دېرشو زرو افغانيو په بدل کې پلورلې وه، د ماشومانو د کار د ساتنې شبکې مسوولينو د دغو پيسو له ورکولو وروسته ماشومه خپلې مور ته يې وسپارله.
هغه د دغه کار انګېزه د ماشوم د کورنۍ بې وزلي او تنګسه وبلله.
  ختم_ سعيده _ اکرم

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
شپږ وسله وال طالبان پرون په بلخ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د چمتال د زړې ولسوالۍ په مربوطاتوکې په هوايي بريدونوکې ووژل شول .
رضايي زياته کړه چې په بريدونوکې نهه وسله وال طالبان ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې: د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې چې د هوايي قوتونو په ملاتړ د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې ترسره شول، څلور وسله وال طالبان ونيول شول او زيکزيک وطني کلى د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شو.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي ځواکونو د دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې په شپنيو عملياتوکې درې وسله وال طالبان ونيول او جنګي وسايل يې ترلاسه کړل.
  ختم_ سعيده _ اکرم

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
د بلخ د نهر شاهي ولسوالۍ افغانيه ښار ګوټى تېره شپه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ښارګوټى د ٢٠٩ شاهين قول اردو د عملياتو په پايله کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شو.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتوکې يو ماين جوړوونکى طالب په مسافر مشهور ميرمحمد له شپاړلس کيلوګرامو چاوديدونکو توکو سره ونيول شو. 
ختم_ سعيده _ اکرم

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
دوه وسله وال طالبان تېره شپه په لوګرکې ووژل شول او پنځه نوريې ټپيان شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا مطبوعاتي مسوول احمدشکيل تسل باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د لوګر په مرکز پورې اړوند پادخواب شانه کلي کې د پوځيانو په عملياتوکې ووژل شول .
تسل زياته کړه: په عملياتوکې پنځه نور وسله وال طالبان ونيول شول.
ده زياته کړه: دغه اووه کسيزې ډلې د لوګر په لويه لاره کې په ډار اچوونکو بريدونوکې لاس درلود.
پاى \ذکرالله

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
نهه وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول. جګړه تېره شپه په دهراوود ولسوالۍ کې ونښته.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په بريد کې٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې پوځيانو پر دغو طالبانو هغه وخت بريد وکړ چې غوښتل يې په دهراوود ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي قرارګاه بريد وکړي.
په جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ختم _  عطاالله _اکرم

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه
يونېسف پرون په فيروزکوه کې له ٧١بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړه.
د غور د کليو د بيا رغاونې  او پرمختيا رياست د مرستې د ويشلو مسوول خير محمد نايبي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په مرستوکې خيمې، ترپالونه او شړۍ شاملې دي چې د دولت آباد ولسوالۍ په فيروزکوه کې پر ٧١ بې وزلو او بې ځايه شويو کورنيو وويشلې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د بادغيس د چارسدې او جوند ولسواليو ١٣٠ بې وزلو کورنيو هم ترپالونه، خيمې او شړۍ ترلاسه کړې.
ختم_  عطاالله _ اکرم

 

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي په کابل کې د نهو پرمختيايي پروژو قراردادونه د کوچيانو له استازو سره لاسليک کړل.
  د باختر آژانس د خبر له مخې: د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزير د دغو قراردادونو د لاسليک کولو په بهيرکې چې پرون لاسليک شول، وويل: په دغو پروژوکې د کرنيزو اوبو پنځه کانالونه او د اوبو رسولو څلور سيستمونه شامل دي چې له لمريزې  برېښنا څخه په استفادې سره تامينيږي .
ده وويل: دغه پروژې په خوست، کاپيسا، قندهار او زابل  کې تطبيقيږي.
  د هغه دڅرګندونوله مخې: د دغو پروژو لګښت ٢١ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې په بشړپدو سره به يې ٣١ زره کوچيان ورڅخه ګټه واخلي.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزير پرون لس قراردادونه د اوو ولايتونو د پرمختيايي شوراګانو له استازو سره لاسليک کړل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: د دغو قراردادونو پر بنسټ د لس کيلومترو په اوږدوالي د کونړ سيند دواړه خواوې جوړېږي او په کاپيسا، لوګر، خوست، جوزجان، قندهار، او زابل کې د کرنې اوبو څو زيرمې جوړېږي او د څښاک اوبو څو څاګانې هم کېندل کېږي.
پوهنمل محيب الرحمن کريمي د دغو قراردادونو له لاسليک کولو وروسته وويل چې د دغو پروژو لګښت ٣١٠ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې په بشپړېدو سره يې ٦٠ زره تنه د هغو له اسانتياوو څخه ګټه اخلي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه
په جوزجان کې يوه ځوانه ښځه د کرنې او کرکيلې له لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتياوې تامينوي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه ٢٧ کلنه ښځه له اتو کلونو راپدېخوا د سبو په کرلو بوخته ده او له دې لارې د خپلې اته کسيزې کورنۍ  اقتصادي اړتياوې تامينوي .
دې د خپل کور په انګړکې پالک، پياز، ګندنه، ډنيا، بادرنګ، روميان او تور بانجان کري.
دغه ښځه اوس د پلورنې په بازارونوکې ښه کاري اړيکې لري او له دې لارې  د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې لرې کوي.
د جوزجان د کرنې رياست د کورني اقتصاد مسوول وايي: له اتو کلونو راپدېخوا د بې وزلو کورنيو زياتې ښځې د روزنيزو پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيول شوې دي چې اوس د دغو ښځو شمېر ٨٠٠ ته رسېږي.
  ختم_ ج _ اکرم

Page 1 of 7780