23 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دانتخاباتو خپلواک کميسيون دګوټو دشميرنې دطرحې په باب څيړنې روانې دي .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دانتخاباتو خپلواک کميسيون دروان...

په سرپل کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دپنځو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دسرپل پوليسو نن دنشه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهرات ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په هرات ولايت کې په پرونۍ ترافيکي پيښو کې ۴۷ تنه ټپيان شول. د هرات ولايت د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکترمحمدعارف جلالي دغه روغتون ته د ترافيکي پيښو د اووه څلويښتو تنو ټپيانو د ليږدونې خبر ورکړ. ښاغلي جلالي وويل: په دغو ټپيانوکي ٣٠ نارينه، ١١ ماشومان او ٦ميرمنې شاملې دي چې د ترافيکي پيښو له امله ټپيان او دغه روغتون ته ليږدول شوي دي. ده د ديرش تنو نورو چې د وهلو او ډبولو له امله ټپيان شوي وو، هم خبر ورکړ چې په هغوکې ٢٣ تنه نارينه او ٧ ميرمني شاملې دي. جلالي وويل: دغه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. پاى \ذکرالله \

داسعداباد ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د هېواد په ختيځ کې شپږ تنه پاکستاني ډار اچوونکي په هوايي بريد کې ووژل شول. ويل کيږي دغه ډار اچوونکي نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وو چې نن له غرمې مخکې د ډيورنډ او د کونړ ولايت ترمنځ صفري کرښه کې پرې د هوايي ځواکونو له خوا بريد وشو. د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه شپږ تنه ډار اچوونکي په ډار اچوونکو فعاليتونوکې د ګډون په مقصد افغانستان ته راغلي وو چې هوايي بريد پرې وشو. تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې دغه وژل شوي ډار اچوونکي په کومې ډلې پورې اړوند دي؟ د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى. پاى \ ذکرالله \

- د قندهار ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په قندهارولايت کې۱۷ تنه د جنايي جرمونوپه ګومان نيول شوي دي . دغه کسان دتيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د قندهار ولايت له شاو خوا سيمو او د پلټنې په پوستوکې نيول شوي دي. د قندهار ولايت يوه امنيتي خبرځاي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ١٧تنه د غلا، انسان تښتونې او د نشه يي توکو د قاچاقو په ګومان نيول شوي دي . نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې د جنايي جرمونو په لسګونو پيښو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى . د قندهار ولايت امنيتي مقامات وايي چې نيول شوي کسان د تحقيقاتو له بشپړولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کيږي. پاى \ذکرالله \

کابل \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په ننګرهار ولايت کې پوځيانو د وسله والو طالبانو د يولړ چاودنو طرحه نامه کړه. امنيتي مامورينو نن سهار شپږ ماينونه د ننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لاروڅخه کشف او شنډ کړاى شول. تر اوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي. په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې افغان پوځيان د وسله والو ډار اچوونکو د يوې جنګي ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي . دغه جنګي وسايل جلال آباد ښار ته څېرمه د داعشیانو په يوه پټنځي کې ساتل کيدل. له دغې ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي. سيمه ييز مقامات وايي چې وسله والو داعشيانو له دغو جنګي وسايلو څخه په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوکې استفاده کوله . پاى \ ذکرالله \
دجلال آباد ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : شل تنه وسله وال داعشيان د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول . په دغو وسله والو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه ترسره شول. د هېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوځيانو په نويو بريدونوکې ۲۰ تنه وسله وال داعشيان ووژل شول. ده وويل: په دغو داعشيانو د دوى په پټنځايونو په خاصه توګه د غني خيلو، کوټ او خوږياڼيو په ولسوالیوکې په دوى بريدونه ترسره شول. د رپوټونوله مخې: په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د داعش د ډلې څو مرکزونه له جنګي وسايل سره يې دړې وړې او له منځه وړل شوي دي. پاى \ذکرالله \
دپارون ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د هېواد په ختيځ نورستان ولايت کې د داعش د ډلې نهه تنه ډار اچوونکي د هوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول. په دغو وسله والو داعشيانو تېره شپه په کامديش ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي هوايي بريد وشو . د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريد کې د داعش د ډلې نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول . ده وويل: د وسله والو داعشيانو دغه افراد د يو لړ تروريستي فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې د پوځیانو له خوا پرې هوايي بريد وشو . ويل کيږي په دې هوايي بريد کې د سيمي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى. امنيتي مامورينو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه اووه ماينونه کشف او شنډ کړل. تر اوسه پورې د دغو ناکامو ماينونو ښخولو مسووليت هيچا يا کومې په غاړه نه دى اخيستى، خو ځينې امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبانو د دغه شان ناکامو ماين ښخولو مسوول بولي . پاى \ ذکرالله \
داسعدآباد ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په کونړ ولايت کې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ نويو نښتوکې اته تنه وسله وال ډاراچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول. دغه نښتې تېره شپه د چپې درې په هغه ځاى چې د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ د خونړيو نښتو ډګر و، رامنځته شوې دي. د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې نښته کې له دواړو لورو څخه اته تنه وسله وال ډار اچوونکي وژل شوي دي. ده وويل: دغه جګړې د چپې درې په لرې پرتو کليوکې د هغو پيسو د ويش پرسر چې د عشر او زکات په نامه له خلکو څخه راټولې کړاى شوې وې، نښتې دي او دغه راز دوام لري. د کونړ ولايت ځينې سيمې څه ناڅه دوه کاله کيږي چې د وسله والوطالبانو او داعشيانو ترمنځ د خونړيو نښتو ډګر دى. پاى \ ذکرالله \
داسعد آباد ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د هېواد په ختيځ کې درې تنه ماشومان د يوه ماين د چاودنې له امله ووژل شول او دوه تنه نور ماشومان ټپيان شول. دغه ماشومان نن سهار د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې ټپيان شول. د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: دماين په دې چاودنه کې درې تنه ماشومان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول. د رپوټونوله مخې: دغه ماشومان هغه وخت ووژل شول او ټپيان شول چې په لوبې بوخت وو او په سړک کې يو ځاى پرځاى کړاى شوى ماين وچاوديد. په کونړکې د يوه روغتون ډاکترانو د دغې پيښې د يوه ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب وباله . تر اوسه پورې هيچا يا کومې ډلې د دغي پيښې مسووليت په غاړه نه دى اخستى. خو امنيتي خبرځايونه دهېواد په ختيځ کې وسله وال طالبان د دغه شان پيښو مسوول بولي. پاى \ ذکرالله \
دفراه ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : لس تنه وسله وال ډار اچووکي په فراه ولايت کې د پوځيانوپه بريدونوکې ووژل شول. په دغو جګړه مارانو تېره شپه په فراه ښار او بالابلوک ولسوالۍ کې بريد وشو. د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دغو بريدونو کې د وسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول. د رپوټونوله مخې: وسله وال طالبانو کله چې د يو لړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، د پوځيانو له خوا پرې مرګاني بريدونه وشول. ويل کيږي په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو درې مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه تللي دي. سيمه ييز مقامات وايي چې په دغو برېدونو کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى. پاى \ ذکرالله\

دقلات ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په قندهارولايت کې له سلګونو اړو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه . دغه مرسته د نړيوالو مرستندويو موسسو له خوا له بېځايه شويو او له جګړو څخه له زيانمنو شويو کورينو سره وشوه . د قندهارولايت يوه سيمه ييز خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پړاو کې له ۶۱۰ کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وشوه. پاى \ ذکرالله \

Page 5 of 6872