19 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دهوايي چلند  دنړيوال سازمان تخنيکي هيئت  چې دهېواد  دملکي هوايي چلند په خپلواکې ادارې پورې داړوندې چارې دڅيړنې په مقصد  کابل ته رسيدلي دى  نن يې په کار پيل وکړ .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دغه هيئت  دروان کال  دلړم دمياشتې تر ديرشمې نيټې پورې  دملکي هوايي چلند دادارې  دبېلابېلو چارو په څيړنه بوخت ده .
  دهېواد  دملکي هوايي چلند خپلواکه اداره  داړوندو تخنيکي  فعاليتونودمعياري کولو په خاطر  زياتې هلې ځلې  کړي دي .
ددغې ادارې داطلاعاتو دآمر دڅرګندونوله مخې ، دافغانستان  دملکي هوايي چلند دنظام  دتخنيکي پرمختګونو څيړنه دهېواد  دملکي هوايي چلند له نظام څخه د نړيوال باور د زياتيدو او په دغه بنسټ کې  دهوايي چلند دنړيوالو معيارونو له تطبيق څخه د نړيوالې ټولنې  د ډاډ دترلاسه کولو په لاره کې يو مثبت ګام دى .
د دغه هيئت  په ترکيب کې  دنړۍ دملکي هوايي چلند دسازمان ( ايکاو )  پنځه تنه  تجربه لرونکي ماهران  شامل دي که چيرې ددغه هيئت دڅيړنو نتيجې ددغه بنسټ په معياري فعاليتونو دتاييد مهر ولګوي دغه اداره به په نړيواله  کچه  بيا مطرح شي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دباميانو ولايت دپوهنتون دليليې  ددوو ودانيو دجوړولو  کار پرون داقتصاد دوزير  اوپه افغانستان  کې دهند دسفير له خوا پيل شو .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،  دباميانود پوهنتون دنارينه ومحصلانو دليليې دغه دوه ودانۍ  دهندوستان په مرسته دڅه دپاسه  ٥٩ مليونو افغانيو په لګښت  په دوو کلونوکې په پاخه او اساسي ډول به جوړې شي
ددغو ودانيو دکار دپرانستلو په مراسمو کې  دباميانو والي  محمدطاهر زهير  ، داقتصادوزير ډاکتر مصطفي  مستور ، دهندوستان  سفير ويني کمار ،  دلوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين احمد شير مهجور او نور دولتي چارواکو ګډون کړي و .
  ختم_ شکريه _اکرم

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو  دجلاجلاعملياتو په بهير کې چې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شو  ٦٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات دننګرهار ، پکتيکا ،غزني ، پکتيا ، ميدان وردګو ، قندهار ، روزګان ، فراه ، غور ، تخار، فارياب ، هلمند او دنيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې په نتيجه کې  ٦٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او  ١٥ نور يې ټپيان شول
  ختم_ شکريه _ اکرم

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان پرون په کاپيسا ولايت کې دماين په چاودنه کې ووژل شول .
  دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ  امنيه قوماندان سيد اکبر  باختراژانس ته وويل چې دغه دوه تنه وسله وال طالبان دهغه ماين په چاودنه کې  ووژل شول چې غوښتل يې  هغه دتګاب ولسوالۍ  دفيروزه يي دکلي په يوګڼ ميشت واټ کې ښخ کړي .
ده زياته کړه په دې پيښه کې دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
  ختم_  شکريه _ اکرم

 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دبغلان  ولايت دبورکې ولسوالۍ لپاره دطالبانو  دنومول شوي ولسوال قرارګاه نن دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شوه .
دبورکې ولسوال مولوي شمس الدين  شهاب باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت په بورکې ولسوالۍ کې دنويو ځواکونو دعملياتو په بهير کې  دبورکې ولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي ولسوال ملا وکيل قرارګاه  د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو
په دغو عملياتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  ٤ تنه نور ونيول شول او ددښمن يوه زياته اندازه مهمات ، يوه داشکه او  شپږ موټرسايکلونه دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
دغه عمليات دوسله والو طالبانو دفعاليتونو دشنډولو او له منځه وړلو په خاطر پيل شوي دي او دوسله والو مخالفينو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ ترپاکولو پورې دوام لري .    ختم_ شکريه _ اکرم

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دبريښنا شرکت وياند وايي چې دامنيتي شرايطو  په برابر کيدو سره ددغه رياست  کارکوونکي  ډير ژر دغزني ښار دبريښنا مزې بيا نښلوي .
دبريښنا شرکت وياند  چې په دې باب دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل چې دغزني ولايت دبريښنا مزې د دغه ولايت په شش کله ساحه کې دتيرې شپې ددووبجواو شلو دقيقو په شاوخوا کې له پوځيانو سره دطالبانو دجګړې له امله غوڅ کړى شوې دي
دبريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې له بده مرغه تراوسه پورې  ددغه شرکت دکارکوونکو لپاره دبريښنا دمزې دنښلولو لپاره دکارشرايط نه دى برابر شوى په هغه صورت کې چې امنيتي حالت عادي حالت غوره کړي د بريښنا فني کارکوونکي ډير ژر دغزني دبريښنا مزې به ونښلوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دوه تنه داعشيان تيره شپه  په لغمان ولايت کې دملي اردو  منسوبانو ته تسليم شول .
په ختيځ زون کې دملي اردو يوه افسر دباختراژانس  سيمه ئيز خبريال ته وويل  دغه داعشيان له خپلو وسلو سره په عليشنګ ولسوالۍ کې دملي اردو منسوبانو ته تسليم شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دپوهنې وزارت  دکليوالي نجونو دظرفيتونو دلوړولو په خاطر دهېوادپه څلور ديرشو ولايتونو کې  ديرش زره قراردادي ښونکي استخداموي .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دپوهنې   دوزارت وياندې نوريې نزهت  چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل  دپوهنې وزارت دهېواد په کليوالي سيمو کې دنجونو په روزلو کې  دښځو د ګډون په خاطر  په پام کې لري
چې دهېواد په  ٣٤ ولايتونو کې دپنځو کلونو لپاره ديرش  زره قراردادي ښوونکي استخدام کړي .
دې زياته کړه  هغه کسان چې په دې بهير کې دښوونکې په توګه استخدامېږي دهغوى  د تحصيلي سندونو له څيړنې وروسته  دشفافو رقابتي ازموينې له لارې  دپنځو کلونو لپاره استخدامېږي .
دې زياته کړه  د ١٣٩٦_ ١٣٩٧کلونوکې څه دپاسه دوه زره قراردادي ښوونکي هم استخدام شوي و ،  چې دهغوى معاشونه دپوهنې وزارت له بودجې څخه ورکول کيدل .
  دپوهنې وزارت وياندې دغه راز وويل   موږ هلې ځلې کوو  چې د ديرشو زرو ښوونکو معاشونه له دونرونو څخه  ترلاسه کوو .
دې  ددغو ښوونکو داستخدامولو هدف  دکليوالي نجونو دليک لوست دزده کړې دکچې لوړول  وبلل .
نوريې نزهت سيالى ته  دښوونکو دروزنې  دمديريتونو دشلو بـستونو دسپارلو خبر هم ورکړ او ويې ويل  چې په دغو بستونوکې يواځې ښځې کولاى شي سيالي وکړي .
  دې زياته کړه د نجونو لپاره  دقاعده ګى دروزنې  دلارښود کتاب ترچاپ لاندې دى  او له چاپ وروسته به دغه  لارښود دنجونو په ښوونځيو کې ويشل کېږي او نجونو ته په دې باب دښوونکو له خوالوست ورکول کېږي
ددې دڅرګندونو له مخې ، په پنځو هېوادونو کې له پولې بهر ښوونځي شتون لري چې سعودي عربستان ، تاجکستان ،ايران ، هندوستان او پاکستان  پکې شامل دي . او په دغوښوونځيو کې دافغانستان  دپوهنې دوزارت تعليمي نصاب  تدريس کېږي . او ددغوښوونځيو د تدريس له بهير څخه  دپوهنې وزارت هيئت څارنه کوي .
دې زياته کړه په ټول هېواد کې په سلوکې درې څلويښت ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي په خيمو او کرايه کورونو کې په زده کړه بوخت دي پوهنې وزارت په پام کې لري  چې په ټول هېواد کې شپږ زره ښوونځيو ته  ودانۍ جوړې کړي . چې دڅلور سوه نهه څلويښت ښوونځيو لپاره دودانيو دجوړولو کار په  ١٣٩٨ کال کې  په عملي ډول پيلېږي .
  ختم_ج_ اکرم


 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه  په بادغيس ولايت کې  ووژل شول .
  دبادغيس دوالي وياند  جمشيد شهابي  باختراژانس ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان  کله يې چې ددغه ولايت  دابکمري په ولسوالۍ کې دملي اردوپه يوې پوستې  بريد وکړ  ووژل شول .
  ده زياته کړه چې په دې پيښه کې  څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
دبادغيس دوالي وياند وويل چې په دې پيښه کې دملي اردو درې تنه پوځيان  هم شهيدان شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
  ديوبل خبرله مخې ،  دبادغيس ولايت دقادس ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په يوې پوستې د طالبانو  په بريد کې  تيره شپه پنځه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې  ټپيان شول .  اوپوسته  طالبانو ونيوله .
دبادغيس دولايتي شورا رييس  عزيز بيګ وويل  چې په دې بريد کې طالبانوته هم دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دجاغوريو ولسوالۍ څه دپاسه  يو زرو سل بې ځايه شويو کورنى  نن په باميانو ولايت کې مرستې ترلاسه کړې .
دباميانو ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو آمر عزيز الله امين يار باختراژانس ته وويل چې تراوسه پورې په څه دپاسه اووه سوه بې ځايه شويو کورنيو  جامې او په څه دپاسه  څلورسوه نورو کورنيو خوراکي توکي له پيښو سره دمبارزې درياست  دمهاجرينو دراستنولو دچارو امريت له خوا  دهمکارو موسسو په مرسته  ويشل شوي دي .
امين يار زياته کړه تراوسه پورې دجاغوريو ولسوالۍ  څه دپاسه  زر بې ځايه شويو کورنى دباميانو ولايت په مرکز کې دباميانودسيمه ئيزې ادارې له خوا ثبت شوي دي .
په باميانو ولايت  کې روغتيايي مسوولين وايي دوه سوه بې ځايه شوي چې زياتره يې  له پنځه کلنى  څخه ښکته ماشومان دي  دوالګي او په موسمي ناروغيو اخته شوي دي او تر درملنې لاندې دي .
  ختم_ ج _ اکرم

Page 9 of 7080