19 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې  داوبو  په لږ لګښت سره  دکروندو دخړوبولودنويو لارو چارو درواجولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
  دننګرهار ولايت دکرنې اواوبو لګولو مسوولين هلې ځلې کوي دقطره يي خړوبولو دلارو چارو په رواجولو سره  داوبو د زيات  ضايع کيدو مخه ونيسي .
  ددغه پروګرام په چوکاټ کې  په ګوشتې ولسوالۍ کې د ليمو نمونه يي بڼ جوړ شو .
په دغه بڼ کې ټاکل شوې ده  دونو دخړوبولو لپاره  د قطره يي  خړوبولو له لارو چارو څخه استفاده وشي .
په دغه بند کې چې په لس جريبه ځمکه کې جوړه شوې ده  دليموګانو يوزرو سل نيالګي ايښودل شوي دي .
دنننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو درياست   يو مسوول باختراژانس ته وويل چې  ددغه بڼ دجوړولو هدف  د ليمو دمحصولاتو زياتوالي او دقطره يي خړوبولو له لارو چارو څخه استفاده ده .
ده وويل  دقطره يي خړوبولو  له لارو چارو څخه استفاده آن په هغو سيمو کې چې بزګران زياتو اوبو ته لاسرسۍ نه لري  هم کولاى شي  کرکيله وکړي .
دقطره يي خړوبولو لارې چارې نوې دنړۍ په کرنيز نظام کې رواج شوى دى.
له دغو لارو چارو څخه په استفادې سره  دکروندو دخړوبولو لپاره  زياتو اوبو ته اړتيا نشته .
دننګرهار ولايت  دکرنې اواوبو لګولو دادارې مسوولين هيله لري  په افغانستان او نړۍ کې تر ځمکې لاندې اوبو  دکچې ټيټوالي ته په پاملرنې سره چې په  کروندو کې دقطره يي خړوبولو دلارو چارو  په استفادې سره  وکولاى شي  په هېواد کې  دکروندو دسمسورتيا  سبب شي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Saturday, 17 November 2018 10:26

د هوا حالات

کابل\باختر\ د لړم د مياشتې ٢٦
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هېواد د ځينو سيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي:
کابل- آسمان وريځ ، د تودوخي لوړه درجه١٦، ټيټه ٤
شمالي سالنګ- آسمان وريځ ، دتودوخي لوړه درجه منفي٢، ټيټه منفي١٠
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ، د تودوخي لوړه درجه  ٥، ټيټه صفر
قندهار- آسمان شين، د تودوخي لوړه درجه ٢١، ټيټه ٦
باميان- آسمان شين ،  د تودوخي لوړه درجه ٩، ټيټه منفي١
هرات- آسمان وريځ ، د تودوخي لوړه درجه ١٦ ټيټه ٣
فراه- آسمان وريځ ، د تودوخي لوړه درجه٢١، ټيټه ٧
مزارشريف- آسمان وريځ ، دتودوخي لوړه درجه  ١٣، ټيټه ٣
کندز- آسمان وريځ ، د تودوخي  لوړه درجه١٠، ټيټه٦
جلال آباد- آسمان وريځ ، د تودوخي لوړه درجه ٢٥، ټيټه ١٢
غزنى- آسمان وريځ ، د تودوخي لوړه درجه ١٣، ټيټه منفي٣
لښکرګاه- آسمان شين، د تودوخي لوړه درجه ٢١، ټيټه ٨
خوست- آسمان وريځ ، د تودوخي لوړه درجه٢٣ټيټه١٠
جبل السراج- آسمان وريځ ، دتودوخي لوړه درجه ١٨، ټيټه ٥
ميمنه- آسمان وريځ ، د تودوخي لوړه درجه ١٤، ټيټه منفي٤
تالقان- آسمان  وريځ ، د تودوخي لوړه درجه ١٤، ټيټه  ٣
فيض آباد_ آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه ١٤،ټيټه ٦
پل علم- آسمان شين، د تودوخي لوړه درجه ١٧، ټيټه ٢
قلعه نو- آسمان وريځ ، د تودوخي لوړه درجه ١٠، ټيټه  ١
فيروزکوه- آسمان شين ، د تودوخي لوړه درجه ٩ ، ټيټه منفي٢
شبرغان،- آسمان وريځ ، د تودوخي لوړه درجه ١٥، ټيټه ٨
په کابل کې به سبا لمر په ٦ بجو او٢٩ دقيقو را وخيږي او په ٤ بجو او ٤٧ دقيقوبه ولويږي.
ختم _  سعيده

Saturday, 17 November 2018 10:26

د اسعارو بيه

کابل\باختر\ د لړم د مياشتې٢٦
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يو امريکايي ډالر پيرودل په 75/95  افغانۍ
يوانګليسي پونډ پيرودل په 10/97افغانۍ
يوه يورو پيرودل په 35/86 افغانۍ 
يو سعودي ريال پيرودل په  15/20افغانۍ
د اماراتو يو درهم پيرودل په 60/20  افغانۍ
زرپاکستانۍ کلدارې پيرودل په 564 افغانۍ
زر هندۍ کلدارې پيرودل په 1050 افغانۍ
زر ايراني تومان پيرودل په 50/6 افغانۍ
يو روسي روبل پيرودل په 10\1 افغانۍ        
پاى-سعيده

کابل\باختر\ د لړم د مياشتې٢٦
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٢٢٢ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٩٠٠ افغانيو، کويټي په٢٧٥٠ افغانيو،سنګاپوري په٢٨٠٠ افغانيو،  بحريني په٢٣٠٠ افغانيو، عربي په٢٣٥٠ افغانيو، ايراني په٢١٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ١٨٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / سعيده

مهتر لام باختر  د لړم ۲۶ مه
د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به څه د پاسه دوه سوه زره ماشومانو ته د شري او د پولیو  د ناروغۍ څخه د مخنیوي څاڅکي ورکړ شي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالمعروف جلیلي باختر اژانس ته وویل چې په مرکز مهترلام او ولسوالیو کې به (دوه سوه څلویښت زره او نهه سوه اته) تنه ماشومان چې  عمرونه یې له نهه میاشتو څخه تر لس کلونو پورې د شري واکسین به ورته تطبیق شي.
سرچینه زیاتوي چې دغه راز به په مرکز او ولسوالیو  کې ( یو سلو اته شپیته زره دوه سوه اته ) تنو ماشومانو ته چې عمرونه یې  له  پنځو کلونو څخه کم وي د پولیو دوه څاڅکي ورکړ شي.
د عامې روغتیا رییس د عامه پوهاوي په برخه کې یادونه وکړه چې د ټول ولایت په کچه ورسره اړوندې ادارې په ښه ډول همکارې دي، چې له امله یې په لغمان ولایت کې هیڅ د پولیو مثبته پیښه نشته دی.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د ملي راډیو ټلویزیون امر هم د واکیسینونو په ښه تطبیق کې له خپل لوري د عامه پوهاوي او نورو برخو کې د مرستو یادونه وکړه.
د لغمان ولایت مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار په خپلو خبرو کې لومړی د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو مننه وکړه چې په ښه ډول یې د پولیو او شري واکسین تطبیق ته امادګي نیولې ده.
هغه وویل، د عامې روغتیا اداره دې په مرکز او ولسوالیو کې د دغې کمپاین تطبیق په ایماندارۍ او ښه ډول ترسره کړي.
د یادنې وړ ده چې د پولیو اوشري دا ګډ واکسین به لس ورځې ادامه ولري چې د سلګونو روغتاپالانو له لوري به په مرکز او ولسوالیو کې تطبیق شي.پای/وصال

 

جلال اباد باختر د لړم ۲۶ مه
د ننګرهار ولایت  دعامي روغتیا ریاست مسوولین وايي د واکسین د کمپاین په دغه دوره کې به شا او خوا اته سوه دیارلس رزه ماشومانو ته د شري  او همدا رنګه د پولیو د ناروغۍ څخه د مخنیوي د واکسین څاڅکې هم ورکړ شي.
د دغه ولایت د عامې روغیتا مرستیال ډاکتر شعیب سهاک د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه کمپاین نن پیل شو او تر لسو ورځو به دوام وکړي.
ویل کېږي  په دغه کمپاین کې به هغه ماشومان واکسین شي چې، عمرونه يې له ۹ میاشتو  څخه تر 10 کلونو پورې وي.پای/وصال

 

ګردیز باختر  د لړم ۲۶ مه
د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار په بالاده او خواجه علي  سیمو کې  د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په پار  د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د پکتیا د والي و یاند  عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه  ېیز خبریال ته وویل: دغه شبکې چې نږدې اووه کیلو متره اوږدوالی لري،په رغیدو سره به یې د سیمې د خلکو د څه د پاسه درې زره جریبه ځمکې خړوبيږي او په کرنیزو محصولاتو کې به یې زیاتوالی راشي.پای/وصال

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه
د۲۰۳تندرقول اردو جزوتامونو دملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د(تندر۶) په نامه ګډ چاڼیز عملیات  دغزني ولایت په مرکز کې پرون ، د۲۰۳تندرقول اردو اود سویل ختیځ زون عمومی قوماندان دادان لونګ تر قوماندې لاندې پیل شوي دي.
په دې عملیاتو کې د۲۰۳تندرقول اردو جزوتامونو سربیره ټول ملي امنیتي اودفاعي ځواکونه ګډون لري ددې عملیاتو ټولې لاسته راوړنې به تاسو محترمو ژورنالیستانو او ګرانو هیوادوالو سره شریکې کړو.پاى- سعيده

 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دهرات والي محمد اصف رحيمي د توفان هريرود ټيم په ميلمه کولو سره دافغانستان دغوره ليګ په سياليو کې ددغه ټيم دبرياليتوب له امله مبارکي وويله .
له دې سره جوخت دهرات ولايت دمقام ستاين ليک د هرات ولايت دفوټبال فدراسيون رييس او دتوفان هريرود دټيم سرپرست شاه رسول احراري ته ورکړ شو .  دهرات والي د ټيم  دټولو غړو دنه ستړي کيدونکو هلوځلو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل  چې دتوفان هريرود دټيم تاريخي  برياليتوب او اتلوالى دهرات خلکو ته  بې سارى  خوښي راوړ .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
يوه  ډيره خطرناکه  تبهکاره  بانډ  چې تروريستان  او حرفوي غله  پکې شامل و  دهرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې وپيژندل شول او دړې وړې شول .
  ددغې تبهکارې بانډ څلور تنه غړي ديو تروريستي بريد په بهيرکې چې يوغړي يې ووژل شو تيره شپه دګذرې او انجيل دولسواليو په مربوطاتو کې وپيژندل شول او ونيول شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل  چې دغه بانډ دهرات په ښار او دهرات ولايت په ولسواليو کې په ترور ، وسله والوغلاو او په غير قانوني فعاليتونو لاس  پورې کاوه .
  ددغه بانډ غړي چې تيره  شپه نيول شوي دي اعتراف کړى دى چې دهرات ولايت په ولسواليو او دهرات ښار د ناحيو په مربوطاتو کې  تروريستي بريدونه ترسره کړې دي .
ددغه بانډ له غړو څخه  دوه کلاشينکوفونه، دوه ښکاري ټوپکونه ، لس لاسي بمونه او د کلاشينکوف او پيکا په سلګونو ګولۍ ، نور پوځي تجهيزات او دوه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي .    ختم_ ج _ اکرم

Page 10 of 7080