21 January 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  افغانستان د صحرا جام د سياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله

افغانستان د صحرا جام د سياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله

کابل باختر دسلواغې لومړي : د هېواد د کرکټ ملي...

 اووه تنه انسان تښتوونکي په غزني کې ونيول شول

اووه تنه انسان تښتوونکي په غزني کې ونيول شول

کابل باختر دسلواغې لومړي : امنيتي ځواکونو په غزني ولايت...

 په پلخمري کې يوه ښځه د خپل ميړه له خوا ووژله شوه

په پلخمري کې يوه ښځه د خپل ميړه له خوا ووژله شوه

کابل باختر دسلواغې لومړي : د بغلان ولايت په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دلوړو زده کړو وزارت علمى معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزى پرون ديوې غونډې په ترڅ کې ددغه وزارت کارکوونکو ته وپيژندل شو او په کاريې پيل وکړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوې وه دلوړو زده کړو وزيرې پوهنوالې ډاکترې فريدې مومند،ددغه وزارت مشرتابه هيئت د جمهور رييس سلاکار ډاکتر همايون قيومي ،دملي شورا يوشمير غړو ديو شمير وزارتونو معينانو او د پوهنتونونو استادانو پکې ګډون کړى و.
دلوړو زده کړو وزيرې دلوړو زده کړو وزارت دپخواني علمي معين پوهاند محمد عثمان بابرى دکار او فعاليت له امله مننه وکړه او پوهنمل عبدالتواب بالاکرزى ته يې په نوې دنده کې دبرياليتوب هيله وکړه .
وروسته دلوړو زده کړو وزارت نوى علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزى ددغه باور له امله چې دجمهورى رياست او د لوړو زده کړو دوزارت له خوا ورباندې شوى دى مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت دپروګرامونو دتطبيق په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډ ډه نه کوي.

کابل \ باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٧ :
شل تنه  نن  دکابل داورتوپيدۍ موسسې له تخنيکي څانګې  څخه دفراغت
سندونه ترلاسه کړل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه فارغان دنجونو او هلکانو په ګډون   دکابل  ، باميانو ، خوست او د کونړ  له ولايتونو څخه دي  چې دتخنيکي اورتوپيدۍ په څانګه کې  دزده کړې له درې کلنې دورې څخه وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
په هغې غونډه  کې چې  له همدې امله  جوړه شوې وه  دعامې روغتيا وزارت معينې ناجيې طارق  خبرې وکړې  او ددې ترڅنګ يې چې  دکابل  داورتوپيدۍ موسسې دکړو وړو له امله يې قدرداني وکړه ، ټينګار يې وکړ چې  په روغتيايي برخو کې بايد کيفيت ته زياته پاملرنه وشي .
دې څرګنده کړه  هغه کسان چې  په روغتيايي برخو کې  کار کوي بايد پوهه  ، مهارت  او ښه سلوک ولري  او دغه راز له اروپا اتحاديې څخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې داورتوپيدۍ ديوه سمبال او معياري روغتون په جوړولو کې  همکاري وکړي.
دغضنفر دروغتيايي علومو دانستيتوت ر ئيس  ډاکترمطيع الله  داورتوپيدۍ  اختصاصي او تخنيکي څانګه په هېواد کې دخلکو يوه مهمه اړتيا وبلله او ويي ويل چې دې برخې ته زياته پاملرنه  نه ده شوې.
دغه راز په دې غونډه کې دکابل داورتوپيدۍ موسسې مسوولې ګل مکى سياووش ددغې موسسې دفعاليتونو دڅرنګوالي په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې په تخنيکي اورتوپيدۍ کې  فيزيو تراپي ، دمصنوعي لاسونو او پښو  جوړول  او ولچر شامل دي .
په دې غونډه کې  يوشمير نورو ويناوالو هم  تخنيکي اورتوپيدي يوه مهمه برخه وبلله او له فارغانو څخه يې وغوښتل چې خپل راتلوونکي مسووليتونه دې په ښه  ډول  ترسره کړي.

کابل باختر دمرغومي  شپږ ويشتمه :
دپوهنې وزارت دتخنيکي اومسلکي تعليماتو دمعينيت خبرتيا
دکابل  ميخانيکي انستيتوت  دکابل ښار دنهمو ټولګيو فارغان  په لسم ټولګي  او ددولسمو ټولګيو فارغان  په ديارلسم ټولګي کې  دکانکور دازموينې له لارې  دماشين  ، بريښنا ،ر اډيو ټلويزيون او دموټرودترميمولو په څانګو کې د ١٣٩٦ کال لپاره  دنويو  زده کوونکو په توګه  د پنځه کلنې دورې لپاره  او داوبو رسولو  مرکز ګرمي  ، فلز کاري او ترکاڼۍ  په څانګو کې ددرې کلنې دورې لپاره مني .
په شرايطو برابر  مينه وال دې  له دوو عکسونو او دتابعيت له تذکرې سره  په شاه دوشمشيره  ( ع )  زيارت ته څيرمه  دکابل ميخانيکي انستيتوت ته  مراجعه وکړي  او دشموليت  فورمه دې ترلاسه کړي .

کابل باختر دمرغومې پنځه ويشتمه
د لوړو زده کړو وزارت د اچ، اي، ډي، پراختیا پروګرام له خوا د نړيوال بانک په مالي لګښت د ميدان وردګ ولايت پوهنتون ته د نهو دېرشو ميليونو افغانيو په لګښت د ښوونې او روزنې پوهنځي ته درې پوړېيزه تدريسي ودانۍ جوړیږي .
د میدان  وردګو د پوهنتون رېیس پوهنیار عنایت الرحمن مایار باختر اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ به د نږدې (۳۹۰۰۰۰۰۰) نه دېرشو میلیونو افغانیو په لګښیت په دریو پوړونوکې په پاخه اواساسي ډول جوړشي.
ده  زياته کړه چې د دغې ودانۍ له جوړولو سره به د میدان وردګ پوهنتون د پوهنځیو شمېر زیات شي او په یو وخت کې به د زرو تنو محصلينوظرفيت ولري.
د يادونې وړ ده چې په روان کال کې د کرنې پوهنځي لپاره د یوې تدریسي ودانۍ او یو لوی جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوي چې په راتلونکي کال کې به یې چارې بشپړې شي.

Page 1 of 198