19 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز

تازه خبرونه

په کابل کې  د نيلاب  رحيمي  کتابتون پرانستل شو

په کابل کې د نيلاب رحيمي کتابتون پرانستل شو

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو...

دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې  دخپلو بشر دوستانه مرستو دويم کاروان غزني ته وليږه .

دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې دخپلو بشر دوستانه مرستو دويم کاروان غزني ته وليږه .

٢٥-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : دافغاني سرې مياشتې عالي...

جمهوررئیس غني په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو استوګنو سفیرانو سره وکتل

جمهوررئیس غني په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو استوګنو سفیرانو سره وکتل

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل باختر  دثور يوولسمه

 دکونړ ولايت په  پيچ دره کې ديو ښوونځي  نوى ودانۍ ددغه ولايت دپوهنې دچارواکو له خوا پرانستل شوه .

  دباختر اژانس دخبر له مخې، دغه ودانۍ په يوجريب  ځمکه کې چې دسيمي دخلکو له خوا دپوهنې رياست  ته ورکړ شوې ده  په يوه پوړ کې  جوړه  شوې ده .

  دغه ودانۍ  څلور درسي او دوه  اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري او  لګښت يې دپوهنې  وزارت  دکيفيت  د لوړولو  دپروګرام  له بودجي څخه تمويل شوي ا دسيمه ئيزې شورا په همکارۍ جوړه شوې ده .

 په دى ښوونځي کې اوس درې سوه پنځه نوى تنه زده کوونکي  زده کړه کوي چې دنوى ودانۍ په  جوړيدو سره  ددرسي خونو دکمښت له پلوه  ستونزه به لري شي .

کابل\باختر\دغويي١٠ مــــــــــــه

په زابل ولايت کې نن هغه شل ښوونځې بيا پرا نيستل شول چې ديو لړ امنيتې ستو نزو له ا مله تړل شوي وو

 د باختر ا ژانس دخبر له مخې : دغه ښوونځى  د زا بل ولايت په مرکز اودارغندا ب ، شاه جوي ،ميزان ، سوري اونو بهار په ولسواليو کى دى چى دپو هنې و زارت له خوا د عالما نو ، قو مې مشرا نو او سپين ږيرو په منځګړيتو ب بيا پرا نيستل شوې دي

دغه را ز دعمر فاروق ، سيد جمال الدين افغان اوسعد بن وقاص درې لو مړ نې ښوونځى هم چې د زا بل ولايت په ارغندا ب او شاه جوى ولسواليو کى دى جوړ او په فعاليت يي پيل و کړ

په زا بل ولايت کې دشلو ښوونځيو په بيا پرا نيستلو اوددريو نورو ښوونځيو په جوړ ولو سره څه دپاسه زرو نجو نو او هلکا نو ته د زده کړى زمينه بر ا بره شوي ده

کابل باختردثوردمياشتي ٩ نيټه :

دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ په ميانجوى کلي کې ديوښوونځې دودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه.

دباختراژانس دخبرله مخې  دغه ودانۍ په يوه مياشت کې دسيمې دخلکو اوميندي دسوکالۍ لپاره په نامه ديوفرانسوي مرکزپه مالي مرسته هغو ماشومانو ته  جوړيږي چې دلارې  دلري والۍ له امله نه شي کولاي ښوونځې ته لاړشي .

دميندي  لپاره په نامه دسولې دمرکز دمرستيالې ميرمن دومنيک دڅرگندونوله مخې دغه مرکز په پام کې لري دغه ښوونځې ته ميزونه ، څوکي  ، درسي وسايل   اويو نيفورم هم برابرکړي .

ديادونې وړده چې دغه مرکز له ٢٠٠٢ کال څخه را په دي خوا دپوهنې ، کرنې ، روغتيا اوښځو په برخو کې په افغانستان کې فعاليت کوي.