21 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په قندهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته

دقلات ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په قندهارولايت کې له سلګونو...

فرمان

فرمان

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه : دجمهور رييس دځانګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

د تهران ښار د پو هنې لوى مدير رحيم ز ماني ويلي دي چې څه دپاسه ٦٦ زره افغان زد ه کوونکي د تهران په ښوونځيو کې زده کړه کوي

د باختر اطلاعا تي ا ژانس دمهراژانس د څرګند ونو له مخې خبر را کړ

زما ني د تهران ښار د زد ه کوونکو زيا تو الې ته په اشاري سر ه وويل:

تيرکال د تهران په ښوونځيو او ليسو کې ٧٣٤ زرو زده کوونکو زده کړه کو له چې دغه شمير په روان کال کى ٧٤٨ زرو تنو ته رسيد لي دي

په همدې حال کې د کورنيو چارو و زارت د بهرنيو اتباعو او مهاجرينو دچارو لوى مدير محمد تهورى مخکې ويلي و چې افغان زده کوونکو په بيلا بيلو وختو کې څه ناڅه اته سوه مدرسي ځان ته اختصاص کړي د ي

دتايلند هيواد دماستري ددوري يوشمير تحصيلي بورسونه چې شمير يي پنځلسو ته رسيږي دلوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړي دي اوپه ليک کې يادونه شوې ده چې هرکورس ته دې بايد له څلورو کانديدانو څخه زيات معرفي نه شي .

بورس ورکوونکي هيواد دغو بورسونو ته دغه شرايط ټاکلي دي :

_ کانديدبايد TOFEL و IELTs په سويه انګليسي سرتيفکيت ولري .

اړونده تحصيلي سندونه اوفورمي دې بايد ددسمبر دمياشتې له شپاړلسمې نيټې څخه مخکې دتايلند سفارت ته وسپارل شي .

هغه کانديدان چې دغه شرايط ولري اوTOFEL و IELTs سند اويامعادل يي ولري کولاي شي په انګليسي متن دديپلوم او ترانسکرپت په گډون له بشپړو تحصيلي سندونو سره دروان کال دلړم دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه ديکشنبې په ورځ دلوړو زده کړو وزارت دبهرنيو اړيکو اودفرهنګي چارو رياست ته ورشي اوداړتيا وړ سندونه دراتلوونکو اجرااتو په خاطر ډک کړي.

دنړۍ دخوړو سازمان پرون دبادغيس ولايت له پوهنې سره ديوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې په دغو توکو کې غنم، غوړي ، دال نخود اومالګه شته.

دبادغيس ولايت دپوهنې دمسوولينو دڅرگندونوله مخې دغه توکي ددغه ولايت دمرکز دليک لوست دزده کړې دکورسونو په زده کوونکو ويشل کيږي

دلوګر ولايت له دارالمعلمين سره پرون دملي اردو له خوا ديوې اندازې قرطاسيي مرسته وشوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په دغو مرستو کې دقرطاسيي ترڅنګ لاسي بکسونه او راډيو ګانې هم شته .

دغه توکي دملي اردو داستازي له خوا دلوګر ولايت ددارالمعلمين مسوولينو ته وسپارل شول چې ددغه دارالمعلمين پر محصلينو يي وويشي .

ديوبل خبر له مخې دنړۍ روغتيايې سازمان دهلمند ولايت له پوهنې سره دڅلور سوه ډبليو غوړيو مرسته وکړه .

ددغه ولايت دپوهنې دمسوولينودڅرګندونو له مخې دغه توکي به دهلمند ولايت دمرکز دښوونځيو په زده کوونکو وويشل شي .

Page 265 of 265