20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دحرفوي  زده کړو دکورسونو په څلورڅلويښتو تنو فارغانو نن دعلاوالدين په روزنتون کې   تصديق ليکونه وويشل شول

دغو مداومينو دافغانستان دپياوړتيا  اوپرمختيا دټولنې دموسسي په مرسته په يو کال کې دخياطي  ، ګلدوزي ، سينګار ، څرمنې ګنډلو، کروشنيل  ګڼدلو او ترکاڼي په برخو کې زده کړي دي دي .

دغه راز دمقالي ليکنې او داستان  ليکنې  ددرې مياشتو کورسونو په ١٥٠  تنو فارغانو هم تصديق ليکونه وويشل شول.

دغه کورسونه دامريکا  دسفارت  او  داقرا دتحصيلي موسسې په همکاري  جوړشوي و.

 دباختر اطلاعاتي اژانس  دخبرله مخې  په هغې غونډه کې  چې له همدې امله  جوړه شوې وه دشهيدانو، معلولينو اوټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلي  خبري وکړي او ويي ويل  په دغه روزنتون کې ديتيمو ماشومانو په ساتنې سربيره دحرفوي زده کړو زميني هم برابري شوي دي .

په  دې غونډه کې دغه راز داقرا  دلوړو ز ده کړو دخصوصي تحصيلي موسسي رييس مسعود ترشتوال هم خبرې وکړي.

دغونډي په پاى کې دروزنتونو نو  لوى رييس سيدعبدالله هاشمي ته دشهيدانو  ، معلولينو او ټولنيزو چارو دوزيرې له خوا دريمه درجه ستاين ليک ورکړشو.

امنې افضلي  اوملګري هيئت يې دروزنتون دزده کوونکو دلاسي صنايعو نندارتو وکوت .

- کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دلوګرو لايت  دمرکز اودازرې او خروار دولسواليو دښوونځيو دمديرانو او سرښوونکو دکاري ظرفيت دلوړولو په مقصد  نن په دغه ولايت کې  دولس ورځني سيمينار جوړشو .

 دلوګر ولايت دپوهنې رييس عبدالمتين جعفر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  په دې سيمينار کې  دلوګرولايت  له مرکز او اړوندو ولسواليو څخه  ديوسلو شپږو ښوونځيو  دوه سوه  ديرشو تنو مديرانو اوسرښوونکو گډون کړي دي .

دده د څرگندونوله مخې ددغه سيمينار دجوړولو هدف دښوونځيو دمديرانو او سرښوونکو  دمسلکي پوهې  دکچې لوړول دي .

دغه سيمينار دپوهنې وزارت له خوا جوړشوي دي  اوپه راتلوونکي کې په پام کې دي  چې  دغه شان سيمينارونه دلوګرولايت په نورو ولسواليو کې هم جوړشي.

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دآريانا افغان _ ترک دعالي ليسي له دولسم  ټولګي څخه يوسلو دوه  تنه فارغ شول .

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبريال له مخې   په هغې غونډه کې  چې له همدي امله نن دپوهنې  دوزير فاروق وردګ اوپه پارلمان کې دخلکو دځينو استازو  دافغان  _ ترک  دليسو دلوى رييس نعمان اردوغان  او  د زده کوونکو دمشرانو په گډون  جوړه شوې وه دپوهنې وزير دافغانستان او ترکېې ترمنځ  دښو اوټينګو اړيکو په باب خبري وکړي او ويې ويل ترکېې تراوسه پوري دهيواد په مرکز اوځينو ولايتونو کې نهه شپيتو ښوونځيو ته ودانۍ جوړي کړي دي چې دهيواد بچېان پکې زده کړه کوي.

دپوهنې دوزير دڅرگندونوله مخې  په دغو ښوونځيو کې اووه شپيته زره تنه زده کړه کوي .

په دې غونډۀ کې دافغان _ ترک دليسي مدير هم خبري وکړي او ويې ويل دا اتمه دوره فارغان دي  چې له دولسم  ټولګي څخه فارغ او پوهنتونونو ته معرفي کېږي .

ده وويل تراوسه پوري ددغو  ليسو زده کوونکې په دې بريالي شوي دي  دنړۍ له ځينو هيوادونو څخه په بيلابيلو څانګو کې دسرو زرو او برونزو شپيته مډالونه ترلاسه کړي .

دغونډي په پاى کې دپوهنې دوزير او دافغان ترک  دليسو دعمومي رييس له خوا په فارغانو دفراغت سندونه وويشل شول.

کابل \باختر\ د مرغومي ١٨ مــــــــــــه

  دسمنګانو دښوونې او روزنې دپوهنځي محصلا نو د خپلي لومړى دوري دفراغت جشن  جوړ کړ .

  دسمنګانو دښوونې او روزنې د پوهنځي رييس پوهيالى  محمد شاه  هدايت دباختر اطلاعاتي اژانس  ته وويل دغه پوهنځي  په  ١٣٨٧ کال کې دسمنګانو  پوهنتون  په چوکاټ کې په فعاليت پيل وکړ چې  همدا اوس  ٢٩١ تنه محصلان چې  ٦٢ تنه يې نجونې  دي د تاريخ ، ادبياتو رياضي اوکېميا  په ديپارتمنتونو  کې په زده کړه بوخت دي .

  ده زياته کړه ددغه پوهنځي  په لومړى  دوره  کې يودپاسه سل تنه محصلان دچې  ١٩  يې نجونې  دي  له دغو څانګو  څخه فارغ شول .

 ده   څرګنده کړه دهغه ليک  له مخې چې دلوړو زده کړو وزارت له   لاري هغوى ته رسيدلي دي په نوي تعليمي کال کې  دکرنې يو پوهنځي هم ددغه پوهنتون  په چوکات کې  منظور شوي او له ازموينې  وروسته دوه سوه تنه دکرنې په پوهنځي کې جذبيږي .

  ده زياته کړه اوس ددغه پوهنځي ډيره مهم ستونزه دمحصلانو دمناسب  درسي ځاى، کتابتون ، ليليې او د لابراتواري وسايلو نشتوالې دي .