19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل\ باختر د وري د مياشتې ١١

د لوړو زده کړو او ماليې وزيرا ن ننګر هار ولايت ته تللى دي چې په دغه ولايت کې په پوهنتون  اودلوړو زده کړو په نورو موسسو کې  دلوست حالت اوڅرنګوالى وڅيړي

دلوړو زده کړو وزارت دخپرونو رئيس عبدالعظيم نور بخش د باختر ا ژانس خبريال ته وويل دلوړو زده کړو وزير ډا کترعبيد الله عبيد اود ماليې وزير ډا کتر عمر زاخيلوال ديو کاري سفر دتر سره کولو په مقصد د ننګر هار ولايت ته لاړل چې په دغه ولايت کې دپو هنتون اودلوړو زده کړو د موسسو حالت اودلوست څرنګوالى له نږدى وڅيړي

 دغو دوو جګپوړو دولتى مقا ما تو دننګر هار د تحصيلى مرکزونو داستادانو او زده کوونکو په غونډه کې په داسې حال کې چې ددغه ولايت والى ګل اقا شير زي هم حاضرو ګډون و کړ اود استادا نو او زده کوونکو نظر يې او وړا نديزو نه يې وا وريدل

ډا کتر عبيد له دوى سره دخبرو په ترڅ کې ځوانو او مسلکى کادرو نو ته د هيواد اړ تياوته په اشارې سره د هيواد په وړا ندى ددوى مسووليتونه بيا ن کړل او په دغو مو سسو کې پرلوړو کرکتر، نظم او تحصيلى دسپلين ټينګار و کړ او څرګنده يې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت په هيواد کې دلوړو زده کړو د مو سسو په کمى او کيفې ودې ژمن دى او ددې کار په عملي کولو کې پرو ګرا مو نه ترلاس لا ندې لري

دلوړو زده کړو وزير له محصلا نو څخه وغوښتل چې په همغږي سره او سني ستونزې حل کړي

د ماليې اود لوړو زده کړو وزيرا نو په ننګر هار ولايت کې دطب ، ښوونې او روزنې دپوهنځيو اودطب کادري روغتون وکوت اود ودانيو ، کتابتونونو او درسي خونو دبيارغونې او جوړولو په باب يې لازمې لارښوونې و کړې . دغه راز دوى د ننګر هار د مسوولينو او زده کوونکو د اشر په کار کې چې د ننګرهار دطب پوهنځى ددغه پو هنځى دانګړ دپا کولو په مقصد پيل شوي و ګډون وکړ اود ننګر هار دطب د ليلې دنوى ودا نۍ د بنسټ ډبره يې کيښوده

دغه راز ډاکتر عبيد الله عبيد وويل، په پا م کې ده په جلال اباد ښار کې داسلامى تحقيقا تو پو هنتون هم جوړ شي

 د ماليې اود لوړو زده کړو وزيرا نو په هغې غونډه کې چې په ننګر هار ولايت کې له ملى سوداګرو سره يې لرله په دغه ولايت کې دتحصيلى مرکزو نو سره د مرستې په مقصد د هغوى پام واړاوه . دننګر هار ملى سوداګرو هم په دغه ولايت کې د تحصيلى مرکزونو سره د مر ستې په مقصد يوه ا ندا زه پيسې ور کړي

 دننګر هاروا لى ګل اقا شيرزى هم چمتو والى څر ګند  کړ چې ددغه ولايت د مشرتا به هيئت به د لوړو زده کړو او ماليې له وزارتو نو سره په همغږي کې په دغه ولايت کې د لوړو زده کړو مو سسو د حالت د ښه کيدو په مقصد اقدا ما ت تر سره کړي

ديادونې وړ ده چې د ننګر هار پو هنتون ددولسو پوهنځيو په لرلو سره په هيواد کې يوه معتبره تحصيلى مو سسه ده چې پنځه زره تنه ځوانې نجو نې اوځوان هلکان پکې په زده کړه بو خت دي. 

جلال ا باد  \ باختر د وري د مياشتې ١١

دلوړو زده کړو اوماليې وزيرا ن د ننګر هار په تحصيلى مرکزو نو کې دستو نزو دڅيړلو لپاره دغه ولايت ته لاړل

عبيد الله عبيد او عمر زاخيل وال په دې سفر کې دننګر هار پو هنتون له محصلا نو او استادانو سره غونډې درلودې

 دباختر ا ژانس دخبر له مخې : د ننګر هار پو هنتون په ليله کې د استو ګنې دځاى او امکان کمښت او له خورا کى تو کو څخه د محصلا نو نه رضايت هغه ستو نزې وې چې محصلا نو د ماليې او لوړو زده کړو له وزيرا نو سره په غونډه کې طرحه کړې

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزير دننګر هار په پو هنتون او ليله کې د محصلا نو د اوسنيو ستو نزو د لري کولو لپاره دننګر هار ولايت له سودا ګرو څخه وغو ښتل  چې له دولت سره ما لى مرسته و کړي

 دخبرو نو له مخې : د ننګر هار ولايت سودا ګرو ، دلوړو زده کړو له وزير سره په غونډه کې ،سل زره ډالره او څلور سوه زره افغا نۍ دپو هنتون د محصلا نو دستو نزو د لري کولو لپاره مرسته و کړه

په دې حال کې ويل کيږي چې دلوړو زده کړو وزير عبيد الله عبيد په خپله ده اود سيمه ييزو چاروا کو په همکارۍ دننګر هار پو هنتون د محصلا نو د ستو نزو د لري کولو لپاره کار پيل کړي او په يوه وينا کې يې ويلي دي چې ددغو محصلا نو دستو نزو تر لري کولو پورې به له جلال اباد څخه لاړ نه شي

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

جنوبي کوريا دپروان ولايت  دبربايان دنجونو ښوونځي ته په نړيوال ستندرد سره ودانۍ جوړوي.

ددغې ودانۍ دجوړولو کار نن پيل شو او ټاکل شوې ده په  پنځلسومياشتو پوري بشپړشي .

دچاريکارو ښاردبربايان دښوونځي نوى ودانۍ به په دوو پوړونو کې په نړيوال ستندردسره جوړه شي .

دپروان ولايت دپوهنې ر ييس زلمي شهيد باختراژانس ته وويل  جنوبي کوريا ددغې ودانۍ دجوړولو لپاره شپږسوه پنځوس زره ډالره ځانګړي کړي دي.

په  دې ودانۍ کې  دوه ويشت درسي خونې ، دکنفرانسونو ستر تالار، دلابراتوار خونې ، کتابتون ، ورزشي ډګر اونوري اړتياوي په پام کې نيول شوي دي.

درارسيدلوخبرونوله مخې اوس ددغه ښوونځي يو زرو دوه سوه زده کوونکې دمناسب ځاى دنشتوالې له امله په يو کوچني  او زړه ودانۍ اوتر خيمو لاندې زده کړه کوي ..

دپروان دپوهنې رييس  وايي چې ددغې ودانۍ په جوړولو سره به ددرسي خونو دکمښت له پلوه د زده کوونکو ستونزي لري شي .

ددغې ودانۍ  دجوړولوکار پيل په مراسمو کې دپروان ولايت  مرستيال شاه ولي  شاهد دددغه ولايت لپاره دکوريا دمرستو له امله مننه وکړه او غوښتنه يې  وکړه چې دغه مرستي ددغه ولايت دپوهنې دمعياري کولو په لاره کې دوام وکړي  .

 په پروان کې دکوريا دنړيوالو همکاريو دسازمان مسوول تووان اوسونګ ژمنه وکړه چې ددوى مرستي به دپوهنې دپياوړتيا اوپه پروان کې ددغه سکتور دودي لپاره زياتي شي .

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

دکابل درحمن بابا،  دخوشخال  خان دلومړي نمبراودويم لمبرليسوپنځوس تنه فارغان ټاکل شوې ده  دليسانس ددوري دزده کړو په خاطرهند ته واستول شي . .

په همدي مقصد نن ددغو ليسو دوه سوه تنو فارغانو درحمن بابا په ليسه کې رقابتي ازموينه ورکړه  .

دباختراژانس دخبرله مخې دسرحدونو،قومونواو قبايلو دچارو وزيراسدالله خالدپه هغو مراسمو کې چې جوړشوې وه وويل  چې هندوستان ددغه وزارت په غوښتنه  پنځوس تحصيلي بورسونه ددغه وزارت په واک کې  ورکړي دي .

اسدالله خالد څرگنده  کړه چې ممتاز فارغان ددوى د وړتيا له مخې  په دغو بورسونو کې  استول کيږي .

هغه زده کوونکي چې په دغې ازموينې کې بريالي شي  وروستي ازموينه په کابل کې دهندپه سفارت کې اخيستل کيږي .

دسرحدونو قومونواود قبايلو  چارو وزير ټينګار وکړ چې دغه وزارت به هلې ځلې وکړي چې په راتلوونکي کې هم ددغو ليسوفارغانو ته دزده کړو زميني  په هند او نورو هيوادونو کې برابري کړي.

ده هيله وکړه  هغه فارغان چې ټاکل شوې ده هند ته دزده کړو لپاره واستول شي  له وخت څخه استفاده وکړي او دعلم اوپوهې په ګاڼه  سمبال هيواد ته راستانه شي چې دخدمت جوګه شي .

په دغو مراسمو کې دملي شورا يو شمير غړو هم گډون کړي و