25 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : دښځو دچارو وزارت له لوري له ماشومانو...

طالبان :  له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

طالبان : له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : طالبانو ټولو رسنيو ته خبردارى ورکړى دى...

په پلخمري کې  دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

په پلخمري کې دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

پلخمري /باختر/ دچنګاښ ٣مه : په بغلان کې دبې کيفيته او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

دلوړو زده کړو وزارت سرپرست سرور دانش نن دمصر له سفير سره په کتنه کې وويل په نږدي راتلوونکې کې به دمصر له پوهنتونونوسره عملي اوهمکاري زياته پراختيا  اوپرمختيا ومومي.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  دلوړو زده  کړو وزارت سرپرست په دې کتنه  کې مصر ته دافغانستان دپوهنتونونو درييسانو دسفر په باب هم اړيکې ونيولي ويي ويل  دغه سفر دمعلوماتي تکنالوژۍ ، طب ، کرنې ، ژورناليزم  ، فارمسي  ، انجينري اودعربي ژبې په برخو کې  دتفاهم ليکونو دلاسليک کولو زمينه برابروي.

دلوړو زده کړو وزارت سرپرست  دنړۍ دبيلابيلو هيوادونو له دي جملې څخه مصر ته ددولت په لګښت د زده کړي په مقصد دافغان ځوانانو داستولو په باب هم خبري وکړي .

په کابل کې  دمصر سفير ماجدعبدالرحمن  دافغانستان له پوهنتونونو سره دعلمي پراختيا ، اوپرمختيا اوتفاهم ليکونو په لاسليک کولو کې دخپل هيواد دعلاقمندي  دڅرگندولو په ترڅ کې وويل چې هيواديې  په ١٣٩١ کال کې  دزده کړي  اته اويا عالي اونيمه عالي بورسونه دلوړو زده کړو وزارت په وا ک کې ورکوي .

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٣ :

دلعمان والي په ولسي جرګه  کې دخلکو استازو اوقومي مشرانو نن دلوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې دلغمان پوهنتون دستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دلوړو زده کړو وزارت دويندوى دمعلوماتوله مخې  په دې کتنه کې دلغمان پوهنتون سرپرست  پوهنمل عبدالصبور غفور زى  ددغه پوهنتون دبرياليتوبونو اوستونزو په باب خبري وکړي   او حل کولو  ته يې دمقاماتو پاملرنه  واړولو  .

په دې کتنه کې دلوړو زده کړو وزارت سرپرست  قانونپوه  سرور دانش ددغه پوهنتون دځينو ستونزو دحل کولو  ژمنه وکړه.

دلغمان پوهنتون داقتصاد ، کرنې ، دژوندانه دچاپيريال ، دځنګلونو دساتنې ، ساينس او ژورناليزم  پوهنځيو کې يوسلو پنځوس تنه محصلان زده کړه کوي.

کابل\باختر\ د مرغومي ٣ مــــــــــــــه

دپروان ولايت د پوهنې رياست له پنځه ديرشو پرمختيا يي پروژو څخه په ګټې اخيستنې سره ددرسي خونو له پلوه دپنځه ويشتو زرو تنو زده کوونکو ستو نزه حل شوې ده

 دپروان ولايت د پوهنې رياست مسولين وا يي چې دغه پرمختيايي پروژې دروان کال په لومړيو نهو مياشتو  کې بشپړي  او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي چې دتيرکال په پرتله په سلو کې پنځوس  زياتوالې ښيي  دپروان ولايت دپوهنې رياست يو تن چارواکي نظام الدين رحيمي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغو پروژو  لګښت  دوه نيم مليونه ډالره دي چې په مرکز او ولسواليو کې  ګټي اخستنې ته سپارل شوي دي .

 دده دڅرګندونو له مخې  ددغو پروژو  په تطبيق سره پنځه ويشت  زره تنه زده کوونکي   چې په کرايي کورونو ، پرانستي فضا جوماتونواو تر خيمو لاندې يې زده کړه کوله اوس درسي خونې لري .

 رحيمي  زياته کړه  چې ددغو پروژو لګښت دپوهنې وزارت د ظرفيت  دلوړولو دپروګرام  ديو شمير بهرنيو موسسو او د امريکا دبيا رغونې دولايتي ټيم له خوا تمويل شوي دي . 

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغه ولايت کې  دڅلورمليونو ډالرو په لګښت  څلور پنځوس نوري پروژې ترکار لاندې دي .

دپروانه ولايت دپوهنې رييس زلمي شهيد  ددغې موضوع په تاييدولو سره  وويل ددوي  پرمختيايي پروژې دتيرکال په پرتله  په سلو کې  پنځوس زياتي شوي دي .

  ده وويل تيرکال دپوهنې ديارلس پرمختيايي پروژې عملي شوي وي خو اوس په دغه ولايت کې دتطبيق  شويو پروژو شمير  ٣٥ زيات شوي دي .

 دپروان ولايت دپوهنې رياست دمعلوماتو له مخې په  دغه ولايت کې د٤٤٤ ښوونځيو له جملي څخه دوه سوه دوه ويشت  يې  ودانۍ لري چې يو سلو نولس يې تر کار لاندې دي او يو سلو  درې نور يې ودانۍ نه لري .

  ديادونې وړ ده چې څه ناڅه  ١٩٠زره تنه زده کوونکي چې په سلو کې ١٦ يې نجونې دي ددغه ولايت په ښوونځيو کې په زده کړه بوخت دي .

کابل باختر دسلواغي  دويمه

   شپږ سوه شپيتو تنو نجونو اوهلکانو نن داداري او حساب داري له انستيتوت څخه دخپل فراغت جشن جوړ کړ .

 دغو ځوانانو ددوه نيمو کلونو لپاره دبانکوالي  ، سوداګرۍ ، اداري او محاسبې په څانګو کې  ددغه انستيتوت   دشپې اوورځې په برخوکې زده کړې کړي دي  يو شمير دغه ځوانان ددولتي اداري کارکوونکي دي چې په داخل خدمت ډول يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي دي خوزياتره يې  انديښنه لري چې له زده کړو وروسته به هم ونه کړاي شي  کار پيدا کړي .

 يوې  فارغې ميترا دباختر  اطلاعاتي  اژانس ته وويل ، چې داسره  له دې  چې دمديريت په څانګه   يې زد کړې کړي دي خو ددې انديښنه لري چې کارورته پيدا نه شي .

  دې له دولتي مقاماتو څخه وغوښتل چې دخلکو داقتصادي ستونزو دلري کولو او ددولتي مرکز ونو دپياوړتيا لپاره  هغو ځوانانو  ته دجذب  زمينه  برابره کړي چې دهيواد له تحصيلي مرکزونو څخه  فارغيږي .

 احمد کريم  خيرزاده  يوبل ځوان دى چې نن يې داداري او حساب داري له انستيتوت   څخه دخپل فراغت جشن  جوړ کړى دى . 

 کريم چې دملي راډيو تلويزيون په رياست کې دماليې وزارت کنترولر دى  وايي داداري او حساب داري په څانګه کې زده کړه  اوس  ورسره مرسته کوي چې خپله دنده په  ښه ډول  ترسره کړي  دا دکابل داداري او حساب داري له انستيتوت  څخه  دورځې دمحصلانو دفراغت شپږ څلويښتمه دوره او دشپې دبرخې دفراغت اوومه  دوره ده .