22 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بادغيس سيمه ييز...

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بلخ ولایت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل باختردوري دمياشتې ٤ نيټه  :

دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دازموينو رياست خبرتيا!

لکه څنګه چې ګران هيوادوال دډله ييزو رسنيو له لاري خبرترلاسه کړ چې

د١٣٩٠ کال دکانکور په ازموينه کې څه ناڅه څلويښت زره تنه دمرکز اوولايتونو په پوهنتونونو اوددولتي لوړو زده کړو په موسسو کې لاره پيدا کړې ده  چې نتيجي  يې د ١٣٩١ کال دوري دمياشتي په دريمه نيټه دلوړو زده کړو وزارت دويب سايت له لاري اعلام شوي .

دهغه تفاهم له مخې  چې دپوهنې له وزارت سره شوي دي شپيته زره تنه  داوطلبان چې نه دى بريالي شوي  دلوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړي.

دمعياري  نمرو له مخې دښوونکو دروزنې  موسسو ، تخنيکي اومسلکي  انستيتوت اوداسلامي تعليماتو په موسسو کې جذبيږي ددغې برخې دنتيجو اعلام د ١٣٩١ کال دروي دمياشتې  له پنځلسمي نيټې وروسته دپوهنې وزارت له لاري ترسره کېږي.

دکانکور دنتيجو اودتبديليو په باب دداوطلبانو دستونزو په اړوند لوړو زده کړو وزارت دلايحې له مخې  د ١٣٩١ کال دوري دمياشتې  له پنځلسمي نيټي څخه  دثور دمياشتې ترپنځلسمي نيټې پوري دموظف کميسيون له خوا اجراات کېږي او دروان کال دثور دمياشتې له پنځلسمې نيټې څخه وروسته په دى اړوند هيڅ راز عريضه او غوښتنه نه منل کېږي

کابل باختردوري دمياشتې ٤ نيټه  :

ګرانوهيوادوالو  ، خويندو او وروڼو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

زماخطاب نن ګرانو محصلانو ته دي  هغه دهيواد دسړو سيمو دپوهنتونونو اودلوړو ز ده کړو دموسسو دنوي تعليمي کال په درشل کې .

ګرانو محصلا نو نن  زموږ دهيواد حياتي اوبنسټيزه اړتيا دتخصص تردرجي پوري دښوونې اوروزنې پراختيا او دځوانانو او متخصصو کادرونو روزنه ده دلوى خداى  ج   په فضل اورحمت په تيرو لسو کلونو کې افغانستان په دغو برخوکې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي  دهيواد څه دپاسه اته مليونه ماشومان او ځوانان مدرسو ، ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي  موږ په داسې حال کې  چې دغه شمير کافي نه بولو هيله لرو چې په راتلوونکو پنځوکلونو کې دغه شمير له لسو مليونو څخه لوړ شي  خو د دي ترڅنګ  موږ دتعليم اوتحصيل  دکېفيت لوړولو  ښه والې ته زياته اړتيالرو که چېري دابتدايي ، منځينو او عالي تعليماتو کېفيت ښه نه  وي دځوانانو اوروزل شويو متخصصو کادرونو ستونزه به په خپل ځاى پاتي شي  او موږ به دنورو له احتياج څخه خلاص  نه شو.

ګرانو ځوانانو او محصلانو دتعليمي اوتحصيلي مرکزونو ټولو مسولينو ته تل زما توصيه دښوونې او روزنې دکېفيت ښه والې  دظرفيت لوړوالې او دځوانانو دسويې لوړولو ته زياته پاملرنه ده .

په همدي  ډول ستاسو ګرانو ځوانانو اومحصلانو څخه غواړم چې يوازي دټولګي لوست ته اکتفا  ونه کړي اودخپلې پوهې  دکچې دلوړولو اومعلوماتو دزياتوالې په خاطر په خپله تحصيلي څانګه کې شپه او روځ کتاب ولولي  ، عملي کارونه وکړي او دمعلوماتي تکنالوژي له وسايلو څخه  په استفادي سره دعلم اوپوهې  دنويو پرمختګونو څخه چې ستاسي په تحصيل رشتي پوري مربوط دي   ځان  خبرکړي .

په نننۍ نړۍ  کې علم  اوتخنيکي په چټکې سره پرمختګ کوى موږ زياته اړتيا لرو چې له دغه چټکتيا سره ځاى يو ځاى کړو ترڅو له هغو اړتياو څخه چې نن موږ ورسره مخامخ يو خلاص شو اوپه خپلو پښو دريږو.

ګرانو هيوادوالو  او دهيواد ګرانو ځوانانو !  هغه  ستونزي چې نن زموږ هيواد ورسره مخامخ دي  زموږ داړتيا له امله دي او زموږ اړتيا زموږ په هيواد کې دسواد ، علم ، تحصيل  ، مهارتونو ، تخصص اودمسلکي اوحرفوي  زده کړو په کمښت پوري  مربوط دي   له دي امله  زموږ دهريو دنده ده چې دهيواد دغه   حياتي  ستونزي ته متوجه و اوسو  او دهغو دلري کولو لپاره  ډله ييزي هلې ځلې وکړو يعني چې زموږ ځوانان ځانونه ورسوي  چې زموږ هيواد له دغي اړتيا څخه وژغورل شي له همدي امله  نن خپل ځوانان له بل هر وخت څخه زيات دسويې لوړولو  ، دتجربو ، مهارتونو او نوي پوهې ترلاسه کولو  ته هڅوم  چې ديومتخصص اوکارپوه لښکر په برابريدو انشاالله  زموږ اړتياوي له منځه لاړي شي او زموږ هيواد دخپلو ځوانانو دپوهې ، تجربو او لوړو مهارتونو په برکت سوکاله شي  ودان او پرمختللي شي  ډير ژر ددغې  ورځي  درارسيدو په هيله تاسي په لوى خداى سپارم  نوي کال مو مبارک  او ښه او ودان  کال وي  اوخپل لوست په جديت  هره ورځ او هره دقيقه او هره شيبه ولولي

ټاکل شوې ده دپوهنې  وزارت  دعمومي تعليماتو په برخه کې دڅوارلسمو ټولګيو اوله هغه څخه پورته  اووه زره نهه سوه تنه فارغان چې دښوونکې دروزنې په څانګه کې لوړي  زده کړي ولري  درقابتي ازموينې له اخيستلو وروسته دمرکز اودهيواد  د ٣٤ ولايتونو په ښوونځيو کې دښوونکې په توګه استخدام کړي .

له ټولوغوښتوونکو اوپه شرايطو برابرو کسانو څخه غوښتنه  کېږي چې خپل سندونه دې ډير ژر دمرکز او اړوندو ولايتونو دپوهنې رياست  ته وسپاري.

کابل باختردکب دمياشتې ٢٦ :

دلوړو زده کړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد دميدان وردګوله والي ، دولايتي شورا له غړو او مشرانو سره  په کتنه کې  په دغه ولايت کې دلوړو زده کړو ديوې موسسې دجوړولو په خاطر ددغه وزارت دپريکړې يادونه  وکړه .

دلوړو زده کړو وزارت ويندوى  پوهنمل عبدالعظيم نوربخش باختر اژانس ته وويل ، په دې کتنه کې  دعلمي اواکادميکو مسلو  اودميدان وردګوولايت محصلينو ته دتحصيلي بورسونو دويشلو دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې .

پوهاند عبيد  ددولتي ګروپي تحصيلي بورسونو دويشلو دڅرنګوالي ، دکانکور د ازموينې دبهير چې  ١٤٥ زرو تنو داوطلبانو له  جملې څخه اته ديرش زره تنه يې   دلوړو زده کړو په موسسو کې  جذب شي معلومات ورکړل.

ده وويل په راتلوونکي  کال کې د علمي اواکاډميکي معيارونو په پام کې نيولوسره دلوړو زده کړو يوه موسسه   په ميدان وردګو ولايت کې جوړيږي .

دميدان وردګووالي محمدحليم فدايي په دغه ولايت کې دلوړو زده کړو دموسسې دجوړولو په خاطر  دلوړو  زده کړو وزارت ددغه اقدام له امله مننه وکړه .