27 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 نيوزیلند له پاکستان سره سیالي کوي

نيوزیلند له پاکستان سره سیالي کوي

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د نيوزيلند د کرکټ ملي ټيم...

اسټراليا انګلستان ته ماتې ورکړه

اسټراليا انګلستان ته ماتې ورکړه

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د انګلستان د کرکټ ملي ټيم...

 په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو او روغتونونو شمېر زيات شوی دی

په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو او روغتونونو شمېر زيات شوی دی

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د عامې روغتيا وزارت وایي چې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

په لوګرولايت کې دروان  کال له پيل څخه تراوسه پوري  څلويښتو ښوونځيو  ته نوى ودانۍ جوړشوي دي .

دغه ټکې دلوګرولايت دپوهنې رييس عبدالمتين جعفر په هغې مرکه کې  چې نن   يې دباختر داطلاعاتي اژانس له خبريال  سره و کړه څرگنده کړه او زياته يې کړه  دغه ودانۍ په دغه ولايت کې دچک  جمهوريت  دبيارغاونې دټيم  ، دمرکزي اسيا  دموسسي ،  دامريکا دپرمختيايي پروګرام  اودپوهنې وزارت په لګښت په نهو مياشتوکې جوړي شوي دي.

دده دڅرگندونوله مخې دغه ودانۍ دمرکز په ګډون  دخوښي ، محمداغې ، بره کي برک  او څرخ په ولسواليو کې جوړشوي دي  چې شپيتوزرو تنو نجونو اوهلکانو ته دزده کړي زمينه برابره شوې ده.

ده زياته کړه چې دمحمداغې په ولسوالۍ  کې دمرکزي  اسيا دموسسي له خوا ددوو  ودانيو دجوړولو کارهم پيل شوي دي.

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

ديونيسف اداره   دهيواد دپوهنې په برخه کې دنړيوال مشارکت دټولنې له لاري دافغانستان دپوهنې دپرمختيا په لاره کې پنځه پنځوس  اعشاريه اووه مليونه ډالره لګوي .

دباختر اطلاعاتي اژانس  خبريال دخبر له مخې دپوهنې وزير دتړون دلاسليک کولو په وخت کې وويل چې ددغه تړون له مخې دغه پيسي دغور، بادغيس، دايکندي ، پکتيا، پکتيکا، خوست ، نيمروز، فراه ، سمنګانو، کندهار ، زابل ، نورستان  اوهلمند دولايتونو په پنځه پنځوسو ولسواليو کې دظرفيت  دلوړولو ، دښځينه ښوونکو دزياتوالې ، ددوه زره پنځه سوه ښوونځيو  دجوړولو  اودسيمينار   او ورکشاپونو د جوړولو له لاري  دشپږو زرو تنو ښوونکو دمسلکي مهارتونو دلوړولو په لاره کې ولګول شي.

دپوهنې وزير دپوهنې دودي  په مقصد  ددغه پروګرام دتطبيق په لاره کې ديونيسف داداري اودپوهنې لپاره دنړيوال مشارکت له ټولنې څخه مننه وکړه.

دغه راز ديونيسف  اداري وويل چې دغه اداره له شپيتو کلونو را په دي خوا دپوهنې په برخه کې دافغانستان  له حکومت سره همکاري کوي اودښوونې او روزنې  په برخه کې پانګه اچونه يوه معقوله  پانګه اچونه ده او کېداى شي  ورڅخه ښي نتيجي واخيستل شي.

ده وويل  چې افغانستان دپوهني وزارت  له خوا ددغو پروګرامونو تطبيقول پيليږي او ددغې بودجي داجرااتوپه باب ددغو پروژو دڅارنې دنده ددغې اداري په  غاړه ده .

دپوهنې نړيوال مشارکت دمرستندويو هيوادونو نړيوال ايتلاف دي چې دجګړه ځپلو هيوادونو اودهغو هيوادونو چې نوي جګړه پکې پاى ته رسيدلې ده دپرمختيايي پروژو مالي اوتخنيکي ملاتړکوي.

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

 دمعلوليت  لرونکو  کسانو د ځواکمنتيا په خاطر دحرفوي زده کړو  دوه مرکزونه پرون په شبرغان ښار کې جوړ شول .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجوزجان ولايت دشهيدانو ، معلولينو کار او ټولنيزو چارو درييس شهاب الدين شهاب دمعلوماتو له مخې  دغه مرکزونه دسويډن  کميټې له خوا دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو درياست په همکارۍ جوړ شوى دى چې په لومړي مرکز کې پنځه تنه معلول کسان دموبايل او کمپيوتر د ترميمولو په څانګه کې او په دويم مرکز کې پنځه تنه دبوټانو  دکندلو  په څآنکه کې دشپږو مياشتو لپاره تنظيم شوي دي .

 خبر ځاى وويل په دواړو برخو کې  دکار وسايل  دوى ته دسويډن دکميټيې له خوا برابر شوي دي او هر يو ته يې په مياشت کې دوه زره سل افغانۍ معاش هم ورکول کيږي .

په سمنګانو  ولايت کې  يوه غير دولتي مرکز  دښوونځيو  زده کوونکو  دزده کړې زمينه برابره کړې ده .

 دسمنګانو ولايت دروزنيز او فرهنګي پيوستون دتفاهم دشورا مسوول نجيب الله  خرم  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل،  دوى يوه سيمه  د ماشوم کور په نامه جوړه کړې ده چې  دبي وزلو کورنيو له دولس کلني څخه ښکته څه دپاسه سل تنه ماشومان چې په ناوړه اقتصادي حالت کې دي جذب کړي دي او په وړيا ډول لوست ورکوي .

  ده وويل، په دې کور کې موږ دماشومانو  لپاره روزنيز او تعليمي  پروګرامونه په پام کې  نيولي دي چې ديوکال په بهير کې  ماشومانو ته دقرانکريم ،  رياضي ، دري او د انګليسي ژبې لوست  ورکول کيږي چې دامکان په صورت کې به دغه پروګرام پراخ  کړو .

  خرم ددغه کور دجوړولو دهدف په باب وويل،  موږپه دې کار سره غواړو دتوان تر پولي پورې ددغه هيواد بچيانو ته خدمت وکړو .  دماشوم  دکور يوې  ځوانې ښوونکي ميرمن موسکا خرم چې په لسګونوتنه ماشومان يې په يو ټولګي کې راټول کړي او دقران عظيم  الشان لوست يې ورکاوه وويل، زموږ درسي پروګرامونه په دوو تايمونو کې دي چې دسهار له اتو بجو څخه پيل او دمازيګر  تر څلورو بجو پورې دوام کوي او په هر ټولګي کې ديرش تنه زده کوونکي تنظيم شوي دي .

  ده وويل موږ په دې کور کې ماشومانو ته په افتخاري ډول  لوست  ورکوو .

 په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دکاراو ټولنيزو چارو رييس خواجه قدرت الله صديقي ماشومانو ته ددغه شان روزنيزو پروګرامونو برابرول  اغيزمن وبلل اووي ويل هغه ماشومان چې يو يا دوکاله په وړکتونونوکې وروزل شي په زياتې علاقي سره ښوونځي ته دتګ لپاره چمتو کيږي  اوپه ښوونځي کې  په شموليت سره هغوى دلايقو ماشومانو په توګه تبارز کوي .  او په ټولګي کې په عالي درجه کي شميرل کيږي .

 دده  دڅرګندونو له مخې، همدا اوس دسمنګانو  په مرکز ايبکو  ښار کې دوه دولتي وړکتونونه  فعاليت کوي او دوه سوه تنه ماشومان پکې لومړني زده کړي کوي .