15 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه په لوګرکې د خواجه ملک...

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه وسله والو طالبانو بيا هم تېر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

دپکتيا ولايت دکرنې او اوبولګولو رياست دمالداري او حيواني روغتيا امر ذبيح الله حسن زي باختر اژانس ته وويل دغه کسان دپکتيا ولايت داريوب ځاځي ، ډنډپټان ، سيدکرم ، زرملي ، احمداباد ، څمکنيو اوجاني خيلو په ولسواليو کې دحيواني روغتيا کلينيکونو کارکوونکې دي.

دده دڅرگندونوله مخې دغه کسان پنځه مياشتې دوترنري په بيلابيلو څانګو کې دمجربو استادانو له خوا روزل شوي دي .

ده زياته کړه  دغه کورس دکرنې او اوبولګولو داداري له خوا  دکرنې دپرمختيا دټيم په همکاري  ديوسلو شلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړشوي دي.

ده زياته کړه دکورس په پاى کې  هر برخه وال ته دوترنري وسايل او يوموټرسايکل هم ورکړشوي دي.

ديادونې وړ ده چې پخوا هم شپاړلسو تنو له دغو کورس څخه دفراغت سندونه ترلاسه  کړي وو..

دپوهنې وزارت داستول شوي هيئت رييس فرمان الله باختراژانس ته وويل  په دې رونيز پروګرام کې چې هدف يې دولايت په کچه دښوونځيو دامريتونو دکاري ظرفيتونولوړول اوپه ټولنه کې ددوي داړيکو تامينول دي .

ددغه ولايت دمرکز اوشپږګونو ولسواليو دښوونځيو څلور سوه تنو مديرانو ، آمرانو  او سرښوونکو څلويښت ورځي پکې گډون کړي و.

ده زياته کړه  دولسواليو دکليو په کچه دپوهنې دمسوولينو اوخلکو  ترمنځ همغږي او دغه راز دعلم اوپوهې دارزښت په باب د کورنيو پوهاوي چې په لرو پرتو سيمو کې دښوونځيو دامرانو له  خوا  ددي سبب  کېږي چې دپوهنې دمسوولينو اوخلکو ترمنځ نږدي اړيکې تامين شي .

دده دڅرگندونوله مخې دا کارددې سبب کېږي چې له يوې خوا خلک دښوونځيو دفزيکي امنيت دتامينولو په لاره  کې همکاري وکړي او له بلې خوا خپل بچېان دې ته وهڅوي چې هره ورځ خپل لوست ته حاضر شي .

دسمنګانو ولايت دپوهنې رييس مولوي عبدالعزيز دفارغانو دتصديق ليکونو دويشلو په وخت کې وويل  هيله لرم چې په خپلو زده کړو سره دپوهنې کېفيت لوړ کړي.

دغه پروګرام دنړيوال بانک په مالي مرسته پيل شوي  و.

له بله پلوه دمضمون دزده کړي ترعنوان لاندې بل روزنيز پروګرام دسمنګانو ولايت  دمرکز او ولسواليو دښوونځيو يوسلو اوياتنو ښځينه ښوونکو ته دسويډن دکميټې  له خوا ددريو اوونيولپاره پيل شوي و چې هم پاى ته ورسيد او په فارغانون يې تصديق ليکونه وويشل شول.

کابل باختردکب دمياشتې ١٥ :

دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور وروستۍ ازموينه نن واخيستل شوه.

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دغه ازموينه په کابل پوهنتون  اودکابل پوليتخنيک  په پوهنتون کې واخيستل  شوه ددولسمو ټولګيو عمومي متفرقه ،  ديني مدرسو له پولي  اخوا اود ٣٧ حوزو غيرحاضرانو  اووه زره دوه سوه  تنو نجونو اوهلکانو پګې گډون کړي و.

دلوړو ز ده کړو وزارت علمي معين پوهنوال محمدعثمان بابري دازموينې دبهير دکتنې په وخت کې دکانکور دازموينې او دهغو دنتيجو دشفافيت په خاطر دلوړو زده کړو وزارت دپاملرنې ډاډ ورکړ او ويي ويل دلوړو زده کړو وزارت تل  هلې ځلې  کوي چې دازموينو دڅيړنې بهير په ښه ډول ترسره شي.

بابري زياته کړه  که چېري له کومي تخنيکي ستونزي سره مخامخ نه شو دازموينو نتيجې به دروان کال ترپاي پوري  اعلام کړو.

سږکال  له ټول هيواد څخه  يوسلو شپيتو زرو داوطلبانو دکانکورازموينه ورکړې ده اوله دې جملې څخه  نوي زره تنه يې چې لوړو نمري ترلاسه کړي دلوړو اونيمه لوړو زده کړو په موسو کې منل کېږي .

دهيواد دمرکز او ولايتونو دليسو د ١٣٩٠ کال او پخوانيو کلونو دعمومي  متفرقه او ديني مدرسو ددولسمو ټولګيو دفارغانو دکانکور دازموينې ټولو داوطلبانو ته چې له ازموينې  څخه پاتې دي او له هيواد څخه بهر دښوونځيو فارغانو ته خبر ورکول کږي چې ازموينه يې  سبا دروان کال دکب دمياشتې په پنځلسمه نيټه دکابل او دکابل دپولي تخنيک په پوهنتونونو کې دسهار په اتو بجو پيليږي  دغه راز دازموينې ځاى او خونه په کارت کې ليکل شوى دى .

 دغه راز دکانکور دازموينې له ټولو ګډون کوونکو څخه غوښتنه کيږي چې دازموينې په ورځ دې دموبايل  هر ډول مخابري او الکترونيکي  وسيلې او وسلى  له راوړلو څخه په کلکه ډډه وکړي  له دې پرته دازموينې له صحني څخه ايستل کيږي او امنيتي   چارواکو ته معرفي کيږي .

   په دې سربيره دى ټول برخه وال  دازموينې په ورځ قلم ، پنسل  ، پنسل پاک او پنسل تراش  له ځان سره ولري .