18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل باختردکب دمياشتې ٩ :

دهرات ولايت اوددغه ولايت دولايتي شورا اودښوونې رياست دګډهييت له خوا دخصوصي روزنيزو مرکزونو دلوست دبهير دچارو له څيړنې وروسته دڅلورو خصوصي روزنيزو ښوونځيو دفعاليت ددوام مخه ونيول شوه.

دغو ښوونځيو قانوني سندونه اودلوست جواز نه درلود.

دهرات ولايت دپوهنې رييس بصيراحمدطاهري باختراژانس ته وويل ددغو مرکزونو مسوولينو ته چې دهرات ښار په مرکز کې يي فعاليت درلود سپارښتنه شوې ده چې دفعاليت دجواز په برابرو سربيره دي دلوست کېفيت ته هم پاملرنه وکړې .

په همدي حال کې  دهرات ولايت دپوهنې رياست ويندوى معين صبور وويل   چې په هرات کې به دخصوصي روزنيزو مرکزونوفعاليت دڅارنې او کنترولو بهير دوام ومومي .

په اوس وخت کې په هرات ښارکې څلور شپيته خصوصي ښوونځي او په سلګونو روزنيز مرکزونه فعاليت کوي .

دکابل پولي تخنيک  پوهنتون دالکتروميخانيک دپوهنځي دفزيک ديپارتمنت ددغه پوهنتون په علمي کادر کې د کتورا، ماستر او دليسانس په سويه يو کادر ته اړتيا لري .

 په شرايطو برابر  کسان  دې خپل غوښتن ليکونه دروان کال دکب دمياشتې له اتمي  نيټې څخه تر شلمې نيټې پوري په علمي کادر کې دشموليت  لپاره دلوړو زده کړو وزارت له لاري خپل  پړاو ته بشپړ کړي او د نمرو دجدول او د تابعيت له تذکري  سره  دې دغه پوهنتون ته وسپاري .

دکابل دمتفرقه  کانکور دوروستۍ ازموينې  ټولو داوطلبانو ته  خبرورکول کېږي چې له پولې اخوا  دکابل دولسواليو دښوونځيو   ، دازموينې  داوطلبانو ته چې په دريو ازموينو کې نه دى تنظيم شوي  ، ديني علومو، دمرکز او ولايتونو معذرتي  او هغو کسانوته چې  دپوهنې وزارت  دثانوي تدريساتو  عمومي تعليماتو په رياست کې دنوم ليکنې فورمې اخيستي اوله بشپړولو وروسته يې سپارلي دي  خبر ورکول کېږي چې په ازموينه کې دشموليت دکارتونو ويشل دکب دمياشتي  له اتمې نيټې څخه تردولسمې نيټې پوري دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دازموينې په  رياست کې  ترسره کېږي.

دغه راز  دکابل دکانکور  وروستۍ ازموينه دروان کال دکب دمياشتي  په ١٥ نيټه  دکابل ښار په پوهنتونونو کې اخيستل کېږي 

دهيواد داساسي قانون ٤٦ مادي ته په پاملرنې او دلوړو زده کړو په برخه کې  دنافذو تقنيني سندونو له مخې دلوړو زده کړو هغو موسسي چې دليسانس  اويا له دې څخه په لوړه کچه دروزنيزو فعاليتونو کانديد واوسي ددغه وزارت داړونده بورد له خوا څيړل کېږي  او دوى ته ابلاغيږي :

دمعلوماتو له مخې يو شمير هغه موسسي چې دلوړو زده کړو وزارت داصولي لارو څخه دماستري ددوري دفعاليت داجازي قانوني  جواز نه لري. په خپل سريې  په فعاليت لاس پوري کړي  او دماستري دوري يي پيل کړي دي . دغه پروګرامونه په هيڅ صورت  اکادميکي اعتبار نه لري او دلوړو زده کړو وزارت نه يوازي دغه شان پروګرامونه په رسميت نه پيژني بلکې ددوي دزده کوونکو دفراغت سندونه هم قانوني اعتبار نه  لرونکې بولي.

دقانون ترپښولاندې کولو ، سرغړوني او دخلکو دتير ايستلو دمخنيوي په خاطر  دمحصلانو درنو مشرانو او ګرانو محصلانو ته خبرورکول کېږي چې دخصوصي لوړو ز ده کړو په موسسو کې دماستري  دزده کړي په مقصد له نوم ليکني ، شموليت اوفيس  له ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړي او په دي برخه کې دلوړو زده کړو له وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.