15 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه په لوګرکې د خواجه ملک...

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه وسله والو طالبانو بيا هم تېر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

د کابل د وروستې متفرقه کانکور د از موينې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کيږي له پولى څخه بهر اود کابل ولايت د ولسواليو د ښوونځيو داوطلبانو ته چې د کا بل د از موينو په دريو پړا و نوکې نه دې تنظيم شوي ، دغه را ز د مرکز او ولايتو نو دديني علو مو ، معذرتي کسا نو او هغو داوطلبو کسا نو ته چې دپو هنې وزارت د  عمومي تعليما تو د ثا نوي تدريسا تو په رياست کې يې د نوم ليکنې فورمي اخيستې دي خبر ورکول کيږي چې د بشپړو شويو نوم ليکنې دفورمو د سپارلو وروستې ورځ دکب د مياشتې شپږمه نيټه ده .

 په ازموينه کې د شموليت کارتونه دکب د مياشتې له ٨ نيټې څخه تر ١٢ نيټې پوري د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د از موينو په رياست کې ويشل کيږي اود کابل د کانکور وروستي از موينه دروان کال د کب د مياشتې په ١٥ نيټه د کا بل د مرکز په پو هنتو نو نو کې اخيستل کيږي

کابل\ باختر\د کـــــــــــــــــــب او له

په پو هنتونونو اود لوړو زده کړو په مو سسو کې دشمو ليت په مقصد دکابل په حو زه کې دليسو ددولسمو ټولګيو دفارغا نو د کانکور ازموينې لو مړۍ پړا و نن وا خيستل شو

د باختر د اطلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې په دې ازموينه کې د کا بل ښار او ولايت دنجو نو اوهلکا نو داووه ديرشو ليسو ددولسمو ټولګيو ددولسو زرو پنځه سوه تنو فارغا نو برخه اخيستې وه

دغه ازموينه په کا بل پو هنتون ، د  کا بل په طبي پو هنتون ، د کا بل په پولتخنيک پو هنتون ، د کا بل د ښوونې او رو زنې په پو هنتون اود لوي جر ګي په تالار کې وا خيستل شوه

 دلوړو زده کړو وزارت د محصلا نو دچارو معين پو هاند بري صديقي دکانکور د از موينې دبهير د کتنې په وخت کې خبري و کړې او ويې ويل چې سږ کال په غور، فراه ، پکتيکا ، سرپل اود ارزګان په ولايتونو کې د لوړو زده کړو دپنځو نويو مو سسو په زيا تيدو اودغه راز د پو هنتو نو نو په چوکاټ کې دشلو پو هنځيو اود څه د پا سه پنځوسو ديپارتمنتو نو په جوړيدو سره د زيات شمير دا وطلبانو د منل کيدو زمينه برا بره شوې ده

ده زيا ته کړه چې د تير کال په پرتله د لوړو زده کړو په مو سسو کې دداوطلبانو د منلو په شمير کې زيا تو الى را غلي دي ، تيرکال د لوړو زده کړو په مو سسو کې يوا ځې ديرش زره تنه جذب شوي وو او سږ کال به په پو هنتو نو نو اود لوړو زده کړو په مو سسو کې څه دپاسه پنځه ديرش زره تنه جذب شي

 ده دغه را ز د کانکور داز موينو په شفاف او ښه دول تر سره کيدو په باب د لوړو زده کړو وزارت په پا ملرني ټينګار و کړ

دکانکور از موينې يو تن برخه وال احمدي ذ کى چې د باختر ا ژانس له خبريال سره يي خبري کو لى دلوړو زده کړو زارت د مسوولينو څخه غو ښتنه و کړه هڅه اوها ند و کړي چې دلوړو زده کړو په مو سسو کې زيات شمير زده کوونکي جذب کړي او دداطلبانو دبي نتيجې کيدو مخه ونيسې  ديادونې وړ ده چى سږ کال له ټول هيواد څخه نږدي يو سلو شپيتو زرو تنو داوطلبانو نومو نه ليکلي دي او له دې جملي څخه نوي زره تنه به يي په لوړو او نيمه لوړو زده کړو مو سسو کې و منل شي

 ټا کل شوې ده سبا او بل سبا د کانکور د از موينې له نورو داوطلبانو څخه از موينه واخيستل شي

دکابل ښار دپوهنې په رياست پورې داړوندو عمومي ښوونځيو ددولسمو ټولګيو دسيدال ناصري ، حکيم ناصر خسرو بلخي ،  دکلاي وزير د نجونو دويم لمبر ، بي بي عايشه صديقه ، احمد شاه مسعود ،عايشه دراني ، دعرفان خصوصي ،  قلعه بختيار ، د عثمان وارث خصوصي ، ذبيح الله عصمتي ، دسلطان محمود غزنوي دخصوصي ،  مريمې ،  ناهيد شهيد ، استاد خليل الله خليلي ، سردار کابلي ، رخشانې ، قلعه کاشف ، عبدالعلي مستغني ، دغازي اډي دنجونو ، دشيرپور دليک لوست دزده کړي  ، دالتقوا دخصوصي ، غلام محمد فرهاد ، ذليخا ، استقلال ، دتلاش دانش خصوصي ، ابراهيم خليل الله ، پنځه سوه فاميليو ، د ده دانا دنجونو ، غازي محمد ايوب خان  ، ام البنين ، دافغان ترک  او وحدت دنجونو ، صوفي محمد اسلام امين ، محمد انور بسمل ،  رابعه بلخي ، ابوذر غفاري ، سيد نور محمد شاه ميني ، مخفي بدخشي ،  بي بي سروري سنګري ، دبي بي رابعه دنجونو ، سپين کلي ،  ملالي ، غازي عبدالله ، او  د ٣١٥دپنځم پروژي  دليسو  د ١٣٩٠ کال دعمومي اومتفرقه ددولسمو ټولګيو دفارغانو دکانکور دازمويني  ټولو داوطلبانو ته خبرورکول کيږي چي ددغو ليسو دفارغانو دکانکور ازموينه  دروان کال دکب دمياشتي په دويمه  نيټه دسه شنبي  دورځي دسهار ، دکابل په طبي پوهنتون  ، دکابل پوليتخنيک پوهنتون ، دلوي جرګي  په تالار اودکابل دښوونې اوروزنې په پوهنتون کې اخيستل کيږي  دازمويني  داخيستلو ځاى او خونه په کار ت کې ليکل شوي ده.

دغه راز دکانکور په ازموينه کې له ټولو گډون کوونکو څخه غوښتنه کيږي چې دازمويني په ورڅ دي  ژمني  جامي  وا غوندي  اودموبايل  ، مخابري اودهر راز الکترونيکي  وسيلي او وسلې له راوړلو څخه دي په کلکه ډډه وکړي .

له دې پرته دازمويني له صحني څخه ايستل کيږي  او امنيتي مسوولينو ته ور پيژندل کيږي .

سربيره پردي  داوطلبان دي دازمويني په ورځ پنسل ، پنسل پاک اوقلم تراش له ځان سره ولري دنورو ليسو فارغانو ازموينه وروسته اعلاميږي.

کابل باختر د کب لومړي

  د ننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې پرون ديوه ښوونځي دودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه .

  دغه ودانۍدننګرهار ولايت د بيا رغاو نې دولايتي ټيم له خوا ديوسلو شلو زرو امريکايي ډالرو  په لګښت  په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .

 دننګرهار ولايت دپوهنې رياست مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ په دي ودانۍ کې اته درسي خونې ، څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .

 مسوولين وايي  ددغې ودانۍ په جوړيدو سره به ددرسي خونو دکمښت له پلوه دڅلور سوه  تنو زده کوونکو ستونزې لرې  شي .