25 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : دښځو دچارو وزارت له لوري له ماشومانو...

طالبان :  له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

طالبان : له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : طالبانو ټولو رسنيو ته خبردارى ورکړى دى...

په پلخمري کې  دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

په پلخمري کې دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

پلخمري /باختر/ دچنګاښ ٣مه : په بغلان کې دبې کيفيته او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

١٢ - کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه

   څوارلس تنه وسله وال مخالفين پرون په هرات ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .

 دملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه کسان دسيد ضيا په سرګروپي   له اتو ډول ډول وسلو سره دسولې دټينګښت له بهير سره يوځاى شوي دي .

٣ - کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه

  دکونړ ولايت دپوهنې دمديريتونو کارکوونکو ته پرون ددغه ولايت دپوهنې په رياست کې روزنيز ورکشاپ جوړ شو .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر  دمعلوماتو له مخې په دې روزنيز ورکشاپ کې چې د کونړ ولايت دڅوارلسو ولسواليو  دپوهنې دمديريتونو  دڅارنې د شپږ څلويښتو تنو دکارکوونکو په ګډون جوړشوي و دپوهنې  داصولو اومسووليتونو په اړوند خبرې کيږي .

  دغه روزنيز ورکشاپ به پنځه ورځې  نور هم دوام ولري .

٢ - کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه

  دزابل په مرکز  پورې اړوند  دزرغونې انا دنجونو  دمنځنې ښوونځې او درحمان مينې دلومړنۍ ښوونځې د ودانيودبنسټ دبرې  پرون ددغه ولايت دوالي او دپوهنې رياست دمسوولينو له خوا کيښودلي  شوي .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې  وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې دزرغونې  انا دمنځنې  ښوونځې ودانۍ دڅلور جريبه ځمکې  په ساحه کې چې دزابل ولايت دقلات ښار ديو تن اوسيدونکي له خواورکړ شوې ده چې په  دوو پوړونوکې جوړيږي .

    ددغه ښوونځې  په ودانې کې  له ضروري ملحقاتو  سره يې شپاړس درسي  او څلور اداري خونې په پام کې  نيول شوي دي . او ددغې ودانې  دجوړولو کار  يو کال کې پاى ته ورسيږي .

 دغه راز درحمن مينې دلومړنۍ ښوونځې ودانۍ دنړيوال بانک په لګښت په يو پوړ کې په شپږو مياشتو کې جوړيږي چې په دي ودانۍ  کې له ضروري ملحقاتو سره يي اته درسي او څلور اداري خوني په پام کې نيول شوي دي .

١٨- ترينکوت \باختر\ د ليندى ٢٨مـــــــــــــــــــــــه

په ارز ګان ولايت کې د لو مړۍ ځل لپاره  ددغه ولايت د مرکز او اړوندو ولسواليو د ليسو له دوه سوه پنځه څلويشتو تنو فارغا نو څخه د لوړو زده کړو په مو سسو کې دشمو ليت د کانکور از موينه واخيستل شوه

ويل کيږي چې په ارز ګان  ولايت کې سږ کال د لوړو زده کړو مو سسو ته د لاري مو ند لو په مقصد د ليسو ددولسمو ټولګيو درې سوه تنو فارغا نو نو مو نه ليکلي وو چې دوه سوه پنځه څلويشت تنه يې دکانکور از موينه تيره کړه

ددغې ازموينې بهير چې دلوړو زده کړو وزارت هيئت  له خوا واخيستل شوه دارزګان وا لي محمدعمر شير زاد و کوت

 پخوا د ارزګان ولايت دليسو فارغا نو دلوړو زده کړو په مو سسو کې دشموليت ازموينه په کند هار حو زه  ورکوله