19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل باختر دسلواغي نهه ويشتمه

  په کابل حوزه کې په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په مقصد دښوونځيو  ددولسمو ټلوګيو دکانکور ازموينه دکب دمياشتي په لومړي نيټه اخستل کيږي  .

 دلوړو زده کړو وزارت  دمحصلانو دچارو معين پوهاند بري صديقي دباخترداطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل  تراوسه پوري دهيواد په درې ديرشو ولايتونوکې يو سلو شلو  زرو تنو داوطلبانو دکانکور ازموينه ورکړې ده .

  ده زياته کړه په کابل  کې دکانکور ازموينه له برابر شوي  جدول سره سم په دريو پړاونو يعني دکب دمياشتې له لومړي نيټي  تر دريمې نيټي پوري په کابل پوهنتون ، دکابل په طبي  پوهنتون ، دکابل په پولي تخنيک پوهنتون او دلويې جرګي په تالار کې اخستل  کيږي چې له کابل ښار او له اړوندو ولسواليو څخه  نږدي  څلويښت زره تنه داوطلبان  ګډون کوي .

  پوهاند صديقي زياته کړه  چې دکب دمياشتې له لسمي نيټې څخه  تر پنځلسمي نيټې پوري دکانکور متفرقه  ازموينه په وروستۍ ازموينې په توګه  واخستل شي چې په هغې کې له پولي  څخه بهر ښوونځيو فارغان هم شامليږي .

 ده زياته کړه چې په ټوليزه  توګه له ټلو هيوادڅخه نږدي  يو سلو شپيتو زرو تنو داوطلبانو دکانکور دازموينې دورکولو په مقصد نومونه  ليکلي دي او په برياليتوب سره دازموينې  له ورکولو وروسته په نوي زره تنه يې په پوهنتونونو او د لوړو او نيمه لوړه  دزده کړو په موسسو کې  ومنل شي .

 دده د څرګندونو له مخې  پنځه ديرش  زره تنه په پوهنتونونو  او دلوړو زده  کړو په موسسو کې  ، پنځه زره تنه د پوهنتونونو دشپې په برخه کې  او نور يې دپوهنې  په وزارت پورې اړوند په نيمه لوړو زده کړو  او لوړو زده کړو په موسسو  کې  منل کيږي .

 دلوړو زده کړو وزارت دمحصلانو دچارو معين ټينګار وکړ که چيري کومه  تخنيکي ستونزه رامنځته نه شي د کانکور دازموينو نتيجې به دروان کال  دکب دمياشتې  ترپاى پوري اعلام شي .

 دغه راز ده دکانکور دازموينې په بهير کې  دشفافيت په خاطر دلوړو زده کړو  وزارت دهڅو او هاند ډاډ ورکړ .

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٨ :

دمصر دعربي  جمهوريت  دتحصيلي بورسونو هغو کانديدانو ته چي په روانه کال کې دغو بورسونو ته معرفي شوي دي خبرورکول کيږي چې دپاسپورت  دفورم  داخيستلو په مقصد دلوړو زده کړو وزارت دبهرنيو اړيکو اوفرهنګي چارو رياست دمحصلانو دبورسونو دتنظيم لوى مديريت ته ورشي .
 

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٨ :
دګروپي  او دولتي بورسونو مينه والو ته خبر ورکول کيږي   چي دعادلانه لاسبري دتامينولو دبهير دغوره سالاري دتحقق په مقصد په شرايطو برابر دګروپي اودولتي بورسونو دکانديدانو  ټاکنه دسراسري کانکور دازمويني له لاري چې دهيواد په څلور ديرشو ولايتونو کې اخيستل شوي ترسره کيږي.
دګروپي  او دولتي مينه وال دي خبروي