23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل باختر د وږي ديرشمه :
دميدان وردګو په ولايت کې دوو ښوونځيو ته دنويو ودانيو دجوړولو کار پيل شو .  ددغو ودانيو په جوړيدو سره څه دپاسه شپږ زره تنه زده کوونکي له خيمو څخه په ژغورنې سره دمناسبې درسي فضا خاوندان کيږي  .
دميدان وردګو والي زندي ګل زماني له پيمانکار شرکت سره ددغو ودانيو دجوړولو دقرارداد دلاسليک کولو په مراسمو کې له دغه شرکت څخه وغوښتل چې ددغو ودانيو په جوړولو کې دې کيفيت په پام کې ونيسي .
ده  دغه راز وويل چې ددغو ودانيو په جوړيدو سره شپږ زره زده کوونکې  نجونې دمناسبې درسي فضا خاودانې کيږي .
ښاغلي زماني وويل چې دميدان وردګو ولايت نورو ښوونځيو ته دنويو ودانيو دجوړولو لپاره هلې ځلې دوام لري  چې ټول زده کوونکي مناسبه درسي فضا ترلاسه  کړي .
دميدان  وردګو ولايت دپوهنې رييس  فضل الرحمن طارق وايي چې هره يوه ودانۍ به لس درسي خونې او نور ضروري ملحقات ولري .
دغه ښوونځي دنرخ اوچک  په ولسواليو کې موقعيت لري .

-کابل باختر د وږي ديرشمه :
دپوهنې وزارت دليک لوست دزده کړې  معين دامنيت نشتوالى  اونه پاملرنه په هېواد کې دليک لوست دزده کړې  دپروګرامونو دلارې پرسر انديښنې وبللې
  دباختراژانس دخبرله مخې  دغه ټکى دپوهنې وزارت دليک لوست د زده کړې معين  ډاکتر سردارمحمد  رحيمي په هغې غونډه کې چې دليک لوست دزده کړې دنړيوالې ورځې دنمانځنې په مناسبت پرون په بلخ ولايت کې جوړه شوې وه  څرګند کړ او ويې ويل چې په هېواد کې دليک لوست دزده کړې دلارې پرسر دپرتو خنډونو زيات موارد شته .
رحيمي وويل چې همدااوس په ټول هېواد کې دليک لوست دزده کړې  پنځلس زره مرکزونه فعاليت کوي چې په کال کې  څه دپاسه درې سوه زره تنه په دغو مرکزونو  کې دليک لوست دزده کړې  خاوندان کيږي او که چيرې حکومت دليک لوست په وده کې لازمه پاملرنه ونه کړي په هېواد کې دليک لوست  دزده کړې کچه ټيتيږي .
دپوهنې وزارت دليک لوست دزده کړې معين وويل  حکومت دې بايد په دې برخه کې دچلنجونو دله منځه وړلو لپاره همکاري وکړي .
دى  ددولت نه پاملرنه په هېواد کې دبيسوادو کسانو دشمير دزياتوالي اصلي عامل بولي او ټينګار کوي بې سوادي ددې سبب کيږي چې زيات شمير ځوانان ددولت دوسله والو مخالفانوله ليکو سره يوځاى شي .
په دې غونډه کې دبلخ ولايت دپوهنې رييس صبغت الله مستقيم وويل چې يواځې په دغه ولايت کې دليک لوست دزده کړې اته سوه مرکزونه فعاليت کوي چې زياتره دغه مرکزونه ددغه ولايت په لرې پرتو ولسواليو کې دي
له بلې خوا هم يوشمير ښځي چې په دغو مرکزونو کې په زده کړې بوختې دي  وايي له هغه وخت څخه چې په دغو مرکزونوکې شاملې شوې دي ددوى په ژوندانه کې زيات بدلونونه رامنځته شوي دي او له نورو کسانو څخه هم غواړي  چې دليک لوست دزده کړې له مرکزونو څخه په استفادې سره دځان او دخپلو کورنيودښه ژوندانه لپاره زده کړې وکړي .

قندهار باختر د دږي د میاشتې ۲۹ مه
له تېرو ۱۵ کالو راهېسې د قندهار په ټولو ولسواليو کې يوه زده کوونکې هم له ښوونځي څخه نه ده فارغه شوې.
ویل کېږي چې ناسم دودونه،ناامني،په کم عمر کې د نجونو ودول او د زده کړو کم امکانات هغه لاملونه دي چې د نجونو د زده کړو مخه يې ډپ کړې ده.
د قندهار د پوهني رياست وياند نظر محمد صميمي د باختر اژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې،د پوهنې د ودې لپاره يې جدي هڅي پيل کړي، چې له مخې به يې په روان کال کې په دغه ولایت کې دولس نوي ښوونځي هم پرانیستل شي.
صميمي ډاډ ورکوي، چي د ښځينه زده کوونکو لپاره يې په ولسواليو کې د ښوونې هڅې کړندۍ کړي،څو ښځينه زده کوونکې له ښوونځيو فارغې شي او وروسته په خپلو سيمو کې د ښوونکو په توګه دنده ترسره کړي.
صميمي زياتوي، چي د نورو ستونزو تر څنګ تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چي ښځينه ښوونکي په ولسواليو کې دندو ته زړه نه ښه کوي، چې دغې چارې په لېرو پرتو سيمو کې د نجونو پر زده کړو خورا منفي اغېز کړی دی.
هغه په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنۍ خبره هم وکړه، چي په وينا يې د ښځينه زده کوونکو لپاره ستونزمنه ده، چې هره ورځ په نا امنه شرايطو کې د زده کړو لپاره ښوونځي ته لاړې شي.
د بل خوا د قندهار يو تن مدني فعال ميرويس صديقي بيا وايي، چې په لېرو پرتو سيمو کي ناسم دودونه او په کم عمر کې د نجونو ودول هغه ستونزه ده چې ډېری نجونې يې تر اووم او اتم ټولګي پوري زده کړي کوي او وروسته له واده یې زده کړې نېمګړې پاتې کېږي.
صديقي زیاتوي چې زيات شمېر قومي مشران او د کلي ملکان هم نه خوښوي، چې نجونې دې ښوونځيو ته لاړې شي او  عصري زده کړي دې وکړي.
د ډنډ ولسوالۍ د بلدي کلي د ملک حاجي محمد خان نظر مو واخيست؛ دی وايي چې د نجونو لپاره زده کړي ډېري مهمي دي، ځکه که ډاکټره شي د ښځينه ناروغانو درملنه به کوي، خو زياتوي، چې د نجونو لپاره د ښځينه ښوونکو،ښځينه مامورينو او دبېلو ښوونځيو نه شتون هغه لاملونه دي چې د نجونو د زده کړو مخه يې ډپ کړې ده.
د یادونې وړه ده چې د نوي والي په راتلو سر د قندهار د پوهنې په بهير کې زیات اصلاحات راغلي دي چې د چارواکو په خبره په نږدې راتلونکي کې به په ولسواليو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې ننګونو ته د حل لارې چارې ولټوي.پای/وصال

ايبک \باختر دوږي دمياشتې ٢٩  نيټه  :
د سمنګانو ولايت په مرکزکې د ويبلاق ښوونځي د ودانۍ د جوړولو او د عثمانيه دارالعلوم د مدرسې د انګړ د ديوال د جوړولو کار نن پيل شو.
د سمنګانو ولايت د پوهنې رياست د انجينرۍ دبرخې مسوول غلام سخي باختر آژانس ته وويل چې دغه پروژې د پوهنې او دکليو دبيا جوړولو او پراختيا د وزارتونو له بودجې څخه د لسو ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوي دي.
ده زياته کړه چې د ويبلاق ليسې ودانۍ د دوه جريبه ځمکې په ساحه کې په يوه پوړ کې جوړيږي چې اته درسي او دوه اداري خونې  او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوې دي.
خبرځاى وويل چې د دارالعلوم د مدرسې د انګړ ديوال د پنځه سوه شپږ نوي مترو په اوږدوالي او د دوو مترو په لوړ والي په يو کال کې جوړيږي.
د سمنګانو لايت د پوهنې رئيس وويل چې د دغه ولايت په کچه د ٢٩٤ ښوونځيو له  جملې څخه١٢٠ ښوونځي ودانۍ نلري.
پاى \ف\ ذ

 

Page 4 of 229