27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  له ټاکلي هدف   څخه   ٤٣ سلنه  زيات عايد راټول کړى دى

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټاکلي هدف څخه ٤٣ سلنه زيات عايد راټول کړى دى

کابل/ دکب٧مه / باختر : دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست ...

څه ډول  کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

څه ډول کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

کابل/ دکب٧مه / باختر د عامې روغتيا وزارت د ساري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

حامد  کرزي د ښوونځيو له زده کوونکو څخه وغو شتل چې له ژمنيو رخصتيو څخه په استفادي سره دکار ،سالمه تفريح او سپورت ترڅنګ له پخوا ښه در س ووايي

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي په خپله پنځلس ورځنې وينا کې د هيواد د ښوونځيو له زده کوونکو اود پوهنتونونو له محصلينو څخه غو شتې دي چې د خپلي پوهې د کچې دلوړولو په مقصد له ژمنيو رخصتيو څخه اغيز منه استفاده و کړي

 د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې د افغا نستان جمهور رئيس په دې وينا کې چې دپنجشنبې په شپه د افغا نستان د ملي راديو له خوا خپره شوه د هيواد د ښوونځيو دلوړو زده کړو  مو سسو محصلينو ته په خطاب کې وويل د ژمنيو رخصتيو په ورځو کې د ښوونځيو زده کوونکو اود لوړو زده کړو د مو سسو محصلينو لپاره د ژوندا نه د چارو د پرمخ بيولو په مقصد ديو منظم مهال ويش درلودل چې د کار ، تفر يح ، سپورت او زده کړې وخت پکې ځاى کړى شوي دي ګټور دي

 حامد کرزي په خپله وينا کې دغه را ز د ښوونځيو له زده کوونکو څخه وغو ښتل چې په هغو ژمنيو کور سونوکې په شموليت سره                   چې د مهمو مضمونو نو د  تدريس لپاره دپو هنې وزارت له خوا په ښوونځيو کې جوړ شوي دي استفاده و کړې او هم له محصلينو څخه يې وغو ښتل چې له دغو رخصتيو څخه په کورسو نو کې دشمو ليت له لاري بهرنې ژبه هم زده کړي اودغه را ز د کمپيو تر د ر سونه زده کړې چې د معاصرو علو مو له پرمختګ څخه خبر شي

جمهور رئيس دغه را ز له ميندو او پلرو نو څخه وغو ښتل چې خپلو ماشوما نو ته د اسي مهال ويش تنظيم کړي چې دهغه له مخې دلوست ، تفريح او له خپلو همزولو سره د لو بو وخت پکى وټا کل شي اوټينګار يې و کړ که چيري ماشو مان ددريو مياشتو رخصتيو په بهير کې له قلم او کتا ب څخه لري پا تې شي د نوى تعليمې کال په پيل کې ترهغه وخته پورې به چې ذهن يې له قلم او کتا ب سره عا دي کيږي له ستو نزو سره مخامخ شي

جمهور رئيس دغه را ز په دې وينا کې ټينګار و کړ چې بايد ماشو مان له خپلو همزولو سره له لو بو او تفريح څخه منع نه شي ځکه دوي ګوښه کيږي او يوا زيتو ب غوره کوي او په را تلونکى کې يې په شخصيت باندې نا وړه اغيزه کوي

 حامد کرزي په دې راډيو يې وينا کې د هيواد د ليسو له فارغا نو څخه وغو ښتل چې دلوړو زده کړو مو سسو ته د لارى پيدا کولو په مقصد له وس څخه زيات درس ووايې اوڅرګنده يې کړه چې په دغه صورت کې به دوي د کانکور په ازموينه کې بريالى شي

١ -کابل\باختر\ دليندى ٢٥ مـــــــــــــــــــــــــــه

په پو هنتو نو نو اود لوړو زده کړو په مو سسو کې دشمو ليت د کانکور په ازموينه کې به ددولسمو ټولګيو څه دپاسه يو سلو شپيته زره فارغان برخه وا خلي .

 دلوړو زده کړو و زارت ويندوى پو هنمل عبدالعظيم نور بخش د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل دلوړو زده کړو وزاررت ددا وطلبانو د نومونو دثبتولو په مقصد دښوونځيو له لارې د کانکور دازموينې د نو مونو د  ثبتولو دوه سوه زره فورمي ددوي په واکې ورکړي دي

ده زيا ته کړه ټا کل شوې ده سږ کال دټول هيواد د ښوونځيو له پو لى څخه بهر اود تيرو کلو نو ددولسمو ټولګيو چې د کانکور د از موينې چانس و لري څه دپاسه يو سلو شپيته زره تنه فارغان د کانکور په ازموينه کې برخه وا خلي

نور بخش زيا ته کړه په لو مړۍ ګام کې د نيمروز ، زا بل ، هلمند ، کند هار ، ارزګان ، دايکندى ،. فراه او غور ولايتو نو په ګډ ون د هيواد په ديارلسو ولايتو نوکې د کانکور د ازموينې د تر سره کولو مقد ما تې کار په را تلوونکى اوونۍ کې پيليږي او تر اوسه پورې   دغو ولايتو نو ته هم د لوړو زده کړو وزارت  هييتو نه استول شوي دي

ده زيا ته کړه سږ کال په ټول هيواد کې د کانکور د ازموينې ٣٧ حو زي جو ړيږي او په دې از موينه کې داوطلبانو له تحصيلي څانګو څخه يواځې کولاى شي پنځه  انتخا به ولري

دلوړو زده کړو و زارت ويندوى ټينګار وکړ چې د دغه و زارت مسوولين د کانکور د ازموينو د لا ښه او غوره ترسره کولو په مقصد پرله پسي هلى ځلې کوي

٤١-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دهيواد دلوړو زده کړو  په  موسسو کې  دکريدت سيستم  د ستونزو دحل کولو دلارو چارو دموندلو په  مقصد نن په کابل  پوهنتون کې يو ورکشاپ  جوړشو .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال  دخبر له مخې ، دورکشاپ  په پيل کې دلوړو زده  کړو  وزارت کفيل  پوهنوال محمد عثمان بابري  وويل  چې د کريدت  سيستم داسي واحد دى چې دهغه له مخې دتحصيلي دوري نصاب  دڅو سمسترونو په تکرار او دهر مضمون تناسب او اندازه دزده کړې  په ليږدونه کې داجرا وړ دى او محصلانو ته  زيات اوښه فرصتونه برابروي .

   بابري  وويل،  هيله لرو تر راتلونکي  کال پورې ټول پوهنتونونه او دلوړو زده  کړو  ټولې موسسې دکريدت په سيستم  کې شاملي شي .

 وروسته پوهاند بري صديقي دکريدت دسيستم پروګرام دورکشاپ برخه والو ته  بيان کړ او زياته يې کړه :دکريدت سيستم يو نوى او نړيوال سيستم دى .

   ده څرګنده کړه چې اوس دغه سيستم  دکابل دطبي  ښوونې او روزنې،  کابل پولي تخنيک ،  بلخ ، هرات ، ننګرهار او دالبيروني په  پوهنتونونو او دلوړو زده  کړو په يو شمير نورو موسسو کې عملي کيږي  خو  يو شمير ستونزې لکه دلابراتوارونو او دمناسب ځاى کمښت ، او داستادانو کمښت له هغو ستونزو څخه دي  چې دغه سيستم ورسره مخامخ دى .

 په دې ورکشاپ کې د شپږويشتو  دولتي تحصيلي  مرکزونو رييسانو او مرستيالانو ګډون کړي و .

٤٠-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دلوګر ولايت دخوشي او څرخ په ولسواليو کې د څلورو ښوونځيو  ته دنويو ودانيو دجوړولو کار  پاى ته ورسيد .

  دلوګر ولايت دپوهنې رييس عبدالمتين  جعفر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه ودانۍ دپوهنې وزارت دظرفيت دلوړولو دپروګرام له لارې د لسو مليونو افغانيو په لګښت جوړي شوي دي .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغو ودانيو دجوړولو دکار په بشپړيدو سره دريو زرو تنو زده کوونکو ته دزده کړې مناسبه زمينه برابره شوې ده .

دعبدالمتين  دڅرګندونو له مخې،  په روان کال کې دلوګر ولايت په مرکز او ولسواليو کې نهه ويشتو ښوونځيو ته نوى ودانۍ جوړې شوي دي .

   ددغو ودانيو دپرانستلو په مراسمو کې دلوګر ولايت مرستيال شجاع الدين شجاع ، دخوشي ولسوال  بسم الله خوشي وال ، دولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي احمدزي او دخوشي او څرخ دولسواليو  دشوراګانو غړو ګډون کړي و .

 دلوګر ولايت دپوهنې درييس  دڅرګندونو له مخې همدا اوس د لوګر ولايت په کچه يو زرو څلويښت  زره نجونې او هلکان په دوه سوه دوه ويشتو ښوونځيو کې په زده کړه بوخت دي چې څلويښت زره يې نجونې دي .