27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

٤١-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دهيواد دلوړو زده کړو  په  موسسو کې  دکريدت سيستم  د ستونزو دحل کولو دلارو چارو دموندلو په  مقصد نن په کابل  پوهنتون کې يو ورکشاپ  جوړشو .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال  دخبر له مخې ، دورکشاپ  په پيل کې دلوړو زده  کړو  وزارت کفيل  پوهنوال محمد عثمان بابري  وويل  چې د کريدت  سيستم داسي واحد دى چې دهغه له مخې دتحصيلي دوري نصاب  دڅو سمسترونو په تکرار او دهر مضمون تناسب او اندازه دزده کړې  په ليږدونه کې داجرا وړ دى او محصلانو ته  زيات اوښه فرصتونه برابروي .

   بابري  وويل،  هيله لرو تر راتلونکي  کال پورې ټول پوهنتونونه او دلوړو زده  کړو  ټولې موسسې دکريدت په سيستم  کې شاملي شي .

 وروسته پوهاند بري صديقي دکريدت دسيستم پروګرام دورکشاپ برخه والو ته  بيان کړ او زياته يې کړه :دکريدت سيستم يو نوى او نړيوال سيستم دى .

   ده څرګنده کړه چې اوس دغه سيستم  دکابل دطبي  ښوونې او روزنې،  کابل پولي تخنيک ،  بلخ ، هرات ، ننګرهار او دالبيروني په  پوهنتونونو او دلوړو زده  کړو په يو شمير نورو موسسو کې عملي کيږي  خو  يو شمير ستونزې لکه دلابراتوارونو او دمناسب ځاى کمښت ، او داستادانو کمښت له هغو ستونزو څخه دي  چې دغه سيستم ورسره مخامخ دى .

 په دې ورکشاپ کې د شپږويشتو  دولتي تحصيلي  مرکزونو رييسانو او مرستيالانو ګډون کړي و .

٤٠-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دلوګر ولايت دخوشي او څرخ په ولسواليو کې د څلورو ښوونځيو  ته دنويو ودانيو دجوړولو کار  پاى ته ورسيد .

  دلوګر ولايت دپوهنې رييس عبدالمتين  جعفر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه ودانۍ دپوهنې وزارت دظرفيت دلوړولو دپروګرام له لارې د لسو مليونو افغانيو په لګښت جوړي شوي دي .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغو ودانيو دجوړولو دکار په بشپړيدو سره دريو زرو تنو زده کوونکو ته دزده کړې مناسبه زمينه برابره شوې ده .

دعبدالمتين  دڅرګندونو له مخې،  په روان کال کې دلوګر ولايت په مرکز او ولسواليو کې نهه ويشتو ښوونځيو ته نوى ودانۍ جوړې شوي دي .

   ددغو ودانيو دپرانستلو په مراسمو کې دلوګر ولايت مرستيال شجاع الدين شجاع ، دخوشي ولسوال  بسم الله خوشي وال ، دولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي احمدزي او دخوشي او څرخ دولسواليو  دشوراګانو غړو ګډون کړي و .

 دلوګر ولايت دپوهنې درييس  دڅرګندونو له مخې همدا اوس د لوګر ولايت په کچه يو زرو څلويښت  زره نجونې او هلکان په دوه سوه دوه ويشتو ښوونځيو کې په زده کړه بوخت دي چې څلويښت زره يې نجونې دي .

١ -  کابل باختر دليندي دري ويشتمه

دسمنګانو ولايت ددريو ولسواليو زر تنه اوسيدونکي ددغه ولايت دکار او ټولنيزو چارو درياست دحرفوي زده کړو  له څانګې څخه فارغ شول .

 دسمنګانو ولايت دکار او ټولنيزوو چارو رييس خواجه  قدرت  الله صديقي دباختر اطلاعاتي اژانس  ته وويل دحرفوي زده کړو ددغو کورسونو زياتره برخه وال بې وزلې  کسان ، کونډي ښځې او دشهيدانو وارثان دي . چې  دنړۍ دخوړو سازمان په همکاري ددغه ولايت  دفيروزنخچير ، خرم سارباغ او حضرت سلطان په ولسواليو کې په تيرو شپږو مياشتو کې يې زده کړي وکړي .

 ده ددغو کورسونو هدف ددي ټولنې دبي وزلو کسانو ، په تيره بيا دکونډو ښځو دمهارتونو دکچې لوړول وبلل او ويي ويل په دغو فارغانو کې اووه سوه تنه ښځې او دري سوه تنه نارينه شامل دي .  دکار  د ټولنيزو چارو رياست دمهارتونو دزده کړي  مدير چې ددغو کورسونو  دتطبيق مسووليت يې په غاړه درلوده وويل  دکورس دغو برخه والو خياطي ، چرمه  کنډل ، مري ګنډل  ، غالي اوبدل ، لمڅي اوبدل ، آهنګري او ترکاڼې ، بوټ ګنډل او پنچرميني  په برخو کې  زده کړي  کړي دي .

 ده زياته کړه ددغو کورسونو په بهير کې دزده کوونکو  او ښوونکو دهڅونې  په مقصد دنړۍ دخوړو سازمان له لاري پر هغوى باندې درې سوه اتيا ټنه خوراکي توکي چې غنم ، دال نخود ، غوړي او مالګه ده  ويشل شوي دي .

دلو ګر د والي ويندوى دين محمد درويش د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: دغه ودا نۍ په لو ګر کې دچک دبيا جوړونې د ولايتي ټيم له خوا ديو مليونو سلو زرو امريکا يي ډالرو په لګښت دپنځلس زره متره مربع ځمکى په سا حه کې په دوو پوړو نو کې جوړه شوې ده

خبرځاى زيا ته کړه : په دې ودا نۍ کې دورکشاپ پر لا برا توار سر بيره ١٦ درسي اوڅلور اداري خو نې ، سکر تريت ، د کنفرا نسو نو تالار اونور  ضروري ملحقات شته

ده زيا ته کړه : د او بو رسولو او کا ناليزاسيون سيستمونه او ددوه سوه پنځوس کيلوواټه بريښنا په ظرفيت جنرا تور هم په دې مرسته کې شامل دي

دياد ونې وړ ده : دغه ودا نۍ د٤٣٢ تنو زده کوونکو ظرفيت لري

دلو ګر ولايت د کرنې مسلکي او تخنيکي ليسه په ١٣٨٨ کال کې جوړه شوى او تر او سه پورې يي ودا نۍ نه درلوده

 ددې ودا نۍ د پرا نيستلو په مراسمو کې دلو ګر والي ډګر جنرال عتيق الله لودين ، دپو هنې وزارت تخنيکي او مسلکي معين اصف ننګ ،دلو ګر ولايت د پو هنې رئيس و دولايتي شورا رئيس ، عالما نو ،رو حا نيو نو اود بيلا بيلو قومو نو استا زو ګډون کړي و