19 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان د اسلامي...

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

دفراه ښار\باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : هوايي ځواکونو تيره شپه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

-کابل باختر دغبرګولې  لسمه :
په لوګر ولايت کې يوه ښوونځي ته دودانۍ دجوړولو لپاره پرون ځمکه ورکړى شوه .
دلوګر ولايت دپوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختراژانس ته وويل چې دازرې ولسوالۍ  دکرنې دمسلکي ليسې  آمر مجاهد حسين زوى خپله يو جريب او دوه بسوې  شخصي ځمکه ددغې ليسې  دودانۍ دجوړولو لپاره په وړيا ډول دپوهنې په واک کې ورکړه .
عرب زياته کړه چې دازرې  په ولسوالۍ کې دکرنې مسلکي ليسه  پنځه کاله مخکې دزده کوونکو لپاره ددغې ولسوالۍ دهلکانو په مرکزي  ليسه کې جوړه شوې ده .،
عرب زياته کړه چې همدا اوس  دازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوه زره اته سوه پنځوسو  تنو نجونو په ګډون  شپږ  زره اووه سوه تنه په شلوښوونځيو کې په زده کړې  بوخت دي چې دلوست چارې يې  ددوه سوه نولسو تنو ښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٩نيټه :
دجمهوري رياست د فرمان له مخې، په بغلان ولايت کې د پوهنې رياست  د ستونزو د حل لپاره  يو کميسيون جوړاو په کار يې پيل وکړ.
د بغلان د والي وياند محمود حقمل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کميسيون د دغه ولايت د والي په مشرتابه او د اطلاعاتو اوفرهنګ، پوهنې، د کليو د پراختيا او ښاروالۍ د ادارو په غړيتوب په دغه و لايت کې جوړ شو .
حقمل وويل: دغه کميسيون موظف دى هغه ښوونځي چې ودانۍ نلري؛ دهغو لپاره دې مناسب ځاى  تثبيت او تشخيص کړي.
ده زياته کړه: هره اوونۍ د دغه کميسيون  غونډې له کوم تعلل پرته دوام لري او د جمهوري رياست د فرمانونو د تطبيق په برخه کې هڅې کيږي.
ده دغه راز وويل: د بغلان ولايت ټولو ولسوالانو ته خبر ورکړ شوى دى ترڅو د پوهنې د ستونزو د حل کولو په برخه کې دې دغه شان کميسيونونه جوړ کړي.
پاى \ شکريه\ ذ

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٩نيټه :
د لوړو زده کړو په موسسوکې د لارې موندنې د کانکور آزموينه نن په غزني ولايت کې پيل شوه  .
د لوړو زده کړو وزارت وياند ضيا ساحل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په دې آزموينه کې دغزني ولايت دليسو څه ناڅه اته زره تنه فارغان  ګډون کوي چې له دې جملې څخه  درې زره اتيا تنه يې نجوني دي.
پاى\ ذکرالله \  

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
په بغلان ولايت کې د پوهنې رياست د ودانۍ د جوړولو او بيا رغاونې ٣٧ پروژې  د غير دولتي موسسو او وزارتونو په همکارۍ عملي شوې دي .
  د بغلان ولايت  د پوهنې  رياست  د  انجنيرى  لوى مدير  ديپلوم انجنير مطيع الله مولوي زاده د باختر آژانس  خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د بغلان ولايت په څوارلسو ولسواليو او پلخمري ښارکې د ښوونځيو د ودانيو اساسي ترميمات  او پنځو ښوونځيو ته د نويو ودانيو  جوړول او د هغه د ضروري ملحقاتو برابرول  شامل دي چې د څه ناڅه ٨١ ميليونو ٧٠٠ زرو افغانيو په لګښت  تطبيق شوې دي .
ده زياته کړه : د جوړو شويو ودانيو له جملې څخه د دوو ښوونځيو د ودانيو جوړول د هندوستان په مرسته او دوه نور د آغاخان بنسټ  په مالي مرسته او يو بل ښوونځي له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو دوزارت له خوا جوړې شوي دي او دغه راز  د ښوونځيو د ودانيو ترميمول د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه  ترسره شوي دي .
  دبغلان ولايت دپوهنې رياست  د انجنيرى مدير  زياته کړه چې  په تطبيق شويو  پروژو برسيره ٣٣  نورې پروژې  چې دده صلاح ، دهنه غوري او د زاړه بغلان په ولسواليوکې د ښوونځيو دودانيو جوړول  شامل دي؛ د  پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه جوړيږي او د جرخشک ، دابن عباس  دښوونځي ودانۍ  د سويډن دکميټې له خوا د تطبيق په حال کې دي .
ده وويل: دغه پروژې د  پوهنې وزارت  له پرمختيايي بودجې او  د مرستندويو موسسو له خوا  د اته ديرشو ميليونوڅلور سوه زرو افغانيو په لګښت عملي کيږي .
ختم-ج _اکرم

Page 5 of 259