19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/د سلواغې۲۹مه/باختر د هلمند په نوزاد، سنګین او واشیر ولسوالیو کې...

په خوست کې ۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

په خوست کې ۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

متون/دسلواغې۲۹مه/باختر د خوست د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه...

  په جوزجان کې د کارګرانو مظاهرې دوام لري

په جوزجان کې د کارګرانو مظاهرې دوام لري

کابل/ د سلواغې٢٩مه/ باختر په جوزجان کې د نفتو او ګازو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

کابل/دمرغومي۱۰مه/باختر
د ملګرو ملتو د ګډوالو چارو اداره د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د نصرت عالي لېسې لپاره ودانۍ جوړوي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ودانۍ د ملګرو ملتو د کډوالو چارو ادارې په مالي لګښت د ۱۵۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت په دوو پوړونو کې رغول کېږي.
د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې ډېر ژر به د بهسودو ولسوالۍ د سردارمحمد داوود خان، نقیب احمد خپلواک او د جلال آباد ښار د شهیدې انګیزې لېسو د ودانیو چارې هم پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتو د ګډوالو چارو ادارې په مالي لګښت له دې وړاندې هم د بهسودو ولسوالۍ د سراچې د نجونو او د احنف بن قیس لېسو لپاره دوه پوړیزې ودانۍ رغول شوې دي.
پای/وصال

 

کابل / دمرغومي ٩مه / باختر :
دکابل پولي تخنيک پوهنتون خبرتيا
دکابل پولي تخنيک پوهنتون دخپل الکتروميخانيک پوهنځي د نظري او تطبيقي  ميخانيک دديپارتمنت لپاره له   _28_ 90-A3_06_03_02 کود سره   په يوه بست کې  ددوکتورا ، ماستر او يا ليسانس په سويه  علمي کادر ته اړتيا لري .
په شرايطو برابر مينه وال دې ددې خبرتيا دخپرېدو له نيټې څخه دروان کال  دسلواغې دمياشتې تر  ١٥ نيټې  پورې دشموليت له غوښتن ليک ، دنمرو له ترانسکريپت  او دتابعيت له تذکرې  سره دکابل پولي تخنيک پوهنتون ادارې ته ورشي .
دغه راز دکابل پولي تخنيک  پوهنتون دخپل الکترو ميخانيک  پوهنځي  دنظري او تطبيقي  ميخانيک دديپارتمنت لپاره له
   _28_ 90-A3_07_03_07 کود سره په يوه بست کې ددوکتورا اويا ماستر په سويه  علمي کادر ته اړتيا لري . 
په شرايطو برابر مينه وال دې ددې خبرتيا دخپرولو له نيټې څخه دروان کال  دسلواغې دمياشتې  تر لومړى نيټې پورې دشموليت له غوښتن ليک ، دنمرودترانسکريپت او دتابعيت له تذکرې  سره دکابل پولي تخنيک  پوهنتون ادارې ته ورشي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

میدان ښار/دمرغومې۹مه/باختر
د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د نور المدارس ښوونځي زده کوونکى ذاهدالله په دغه ولایت کې د معارف ستوري په سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
ځايي چارواکي وايي چې د معارف ستوري سیالي د زده کوونکو د تشویق او هڅونې په موخه جوړه شوې وه چې ذاهدلله پکې لومړی مقام، زبید الله دویم مقام او سباوون پکې دریېم مقام خپل کړ.
د میدان وردګو د پوهنې رییس دکتور محمد سعید منصور د باختر اژانس سیمه يیز خبریال ته وویل چې د معارف ستوري په سیالیو کې ۷۰ زره زده کوونکو برخه اخېستې وه چې وروستي پړاو ته یې څلورو زده کوونکو لاره پیدا کړه.
د یادونې وړ ده چې د معارف ستوري سیالۍ لومړي مقام ګټوونکي ته کرولا موټر او نورو ته یې نغدې پيسې او ستاینلیکونه ورکړ شول.
پای/وصال

 

کابل د مرغومې ۷ باختر.
د پوهنې وزارت د روان کال په بهیرکې د کابل او هرات ښوونکوته څّه دپاسه ۴۷ ميلیونه افغانۍ پورورکړی دی
د باختراژانس د خبرله مخې ، دغه پور چې ۴۷ ميلیونه پنځه سوه دوه زره افغاني کېږي د ښوونکولپاره د پورونو له صندوق څخه په کابل او هرات کې ۳۴۸۰ ښوونکوته ورکړ شوې دي .
د پوهنې وزارت د مسوولانو د څرګندونوله مخې، د ښوونکولپاره د پورونوصندوق په کابل او هرات ولایتونوکې فعال دي او په نږدې راتلوونکي کې په بلخ او ننګرهار ولایتونوکې به هم په فعالیت پیل وکړي .
دغه راز څه نا څه اته ميلیونه افغانۍ د ښوونکو د صندوق د پرانستلولپاره دغه ولایتونوته لېږدول شوې دي .
ټاکل شوې ده د خوست ، بدخشان او قندهار په ولایتونوکې هم په ۱۳۹۹ تعلیمي کال کې د ښوونکولپاره د پورولو صندوق پرانستل شي .

هر ښوونکوته پور د خدمت له مخې، له دولسو زور څخه تر ۲۴ زره افغانۍ په کلنۍ قسطونوکې ورکول کېږي او ورکول شوې پور د ښوونکوله میاشتنۍ معاش څخه په فیصدي توګه له بانکي کمیشن څخه پرته وضع کېږي .
همدا اوس د ښوونکولپاره د پورونوپه صندوق کې مالي بودجه ۱۲۸ ميلیونه ۶۴۴ زره ۲۹ افغانۍ شته چې د ۷۱۴۴ ښوونکولپاره د پورورکولو امکان شته. ختم -ع

Page 6 of 330