15 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هرات د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا په اړوند خبرې وشوې

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د ملکي هوايي چلند د خپلواکې...

په فراه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : دوه تنه وسله وال طالبان پرون...

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د بغلان د زاړه ښار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

ښرنه باختر د چنګاښ د میاشتې ۴ مه
په روان کال کې به په پکتیکا ولایت کې شاوخوا یو سلو پنځوس نوي ښوونځي جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د  خبر له مخې؛
دغه څرګندونې د پکتيکا والي محمد الیاس وحدت د پوهنې د بهیر د لا پیاوړتیا په  موخه په  جوړې شوې غونډه کې وکړې.
وحدت وویل: د دغه ولایت  په بېلا بېلو سیمو کې به د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا ریاست د ولسي تړون آمریت په چوکاټ کې شاوخوا یوسل او پنځوس ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
وحدت زیاته کړه چې د پوهنې د بهیر ګړندیتوب یې د کارونو له  لومړیتوب څخه دی  او هڅې یې پیل کړي چې په دې برخه کې ټولې ستونزې له منځه یوسي.
هغه له خلکو هیله وکړه  چې  خپل بچیان زده کړو ته وهڅوي او د پوهنې په وړاندې  د پرتو  ستونزو د حل په  برخه کې ورسره همکاري وکړي.
پای/وصال

 

کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
د يونيسف دفتر دکندز د ښوونځيو پر څه دپاسه زرو زده کوونکو باندې درسي لوازم وويشل .
د کندز د پوهنې رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو توکوکې کتابچې، خودکار قلمونه، سپينې تختې او پرکار شته چې د کندز ښار پر زرو زده کوونکو باندې وويشل شول.
ددغو توکو د ويشلو په مراسموکې د کندز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د دغه ولايت جګړه ځپلو اوسيدونکو د فقر او بې وزلۍ په دليل د خپلو ماشومانو لپاره د قلم، کتاب او کتابچو د پيريدو توان نه لري او له همکارو موسسو څخه يې وغوښتل چې د کندز د ښوونځيو د زده کوونکو ملاتړ وکړي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

کابل باختر د چنګاښ  دريمه :
دلوګر يو تن اوسيدونکي ديوه ښوونځي دودانۍ دجوړولو لپاره ځمکه ورکړه .
  دلوګر دپوهنې  رياست وياند شاهپور عرب  دباختراژانس خبريال ته وويل چې  دلوګر  دمرکز دبابوس دکلي اوسيدونکي محمدګل دپل علم ښار دبابوس کلي  دخان اباد دنجونو او هلکانو دښوونځي دودانۍ دجوړولو لپاره خپله دوه جريبه  شخصي  ځمکه په وړيا  ډول ورکړه .
عرب زياته کړه چې دغه  ښوونځى څلور کاله مخکې جوړ شوى  چې دودانۍ دنه شتون له امله په همدغه کلي  کې په کرايي ودانۍ کې فعاليت کاوه .
دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې دلوګر اوسيدونکو دښوونځيو دودانيو دجوړولو لپاره خپلې ديرش جريبه شخصي  ځمکې ورکړې  دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا د مصر هېواد د ليسانس دورې اته تحصيلي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړي دي. دغه بورسونه هغو مينه والو ته چې لانديني شرايط ولري، ورکول کيږي _ د ښوونځيو د ١٣٩٥ او ١٣٩٦ کلونو فارغان وي چې د دوى د درې کلنو نمرو فيصدۍ په سلوکې له ٨٠ څخه زياته وي، کولاى شي په دغو بورسونوکې نومونه وليکي. _ په هغه صورت کې چې د دغو بورسونو نوماندان بريالي شي؛ د تګ او راتګ د ټکټ پيسې د محصل په غاړه وي . _ د نوم ليکنې لپاره لازم سندونه: _ د ښوونځي د شهادتنامې اصل چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تائيد شوى وي، بريښنايي پاسپورټ، د تابعيت تذکره، د روغتيايي معايناتو بشپړول، د جنايي مسووليت نشتوالى او د پاسپورت لپاره ٥×٤ اته عکسونه. د دغو بورسونو د نوم ليکنې بهير د ويب سايټ له لارې په آنلاين ډول ترسره کيږي او د فورمې کاپي د لوزړو زده کړو وزارت ته سپارل کيږي. له دې امله د دولسمو ټولګيو هغو فارغانو ته چې په دغو بورسونوکې دګډون هيله ولري؛ خبر ورکول کيږي چې د فورمو د ترلاسه کولو او ثبتولو په مقصد دې د لوړو زده کړو وزارت ته ورشي او خپل سندونه دې د روان کال د چنګاښ د مياشتې تر ٢٠نيټې پورې بېرته وسپاري. پاى \ شکريه \ ذ

Page 7 of 263