14 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اسلامي همکاريو دسازمان له سفير سره وکتل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

خبرتيا

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : تحصيلي بورسونو ته د...

مډال راوړونکي وستايل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : په سمنګانو ولايت کې مډال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی

ښرنه باختر د وږي ۶ مه
د ۹ مېلیونو افغانیو په لکښت د پکتیکا ولایت د عامه کتابتون ودانۍ جوړه او ګټې  اخېستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د عامه کتابتون د پرانېستنې پر مهال وویل چې د دغه شان فرصتونو په ایجادولو سره به نه یوازې د لوست دود عام شي بلکې د خلکو په فکرونو کې به هم مثبت بدولون رامنځته شي.
هغه په لوستو کسانو غږ وکړ چې کتاب لوستنې ته مخه کړي او تر څنګ یې ژمنه وکړه چې د یاد کتابتون په بډای کولو کې به همکاري وکړي.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رېیس حمیدالله همیم وویل: یاده ودانۍ د  ۹ مېلیونو افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده.
همیم هم له لوستو کسانو غوښتنه وکړه چې د مطالعې د ترویج په پار زیاتې هلې ځلې وکړي .
پای/وصال

 

کابل باختر د وږي  شپږمه :
د لوګر د پوهنې رياست مسوولان وايي چې په محمدآغې ولسوالۍ کې د شهيد محمد سليم لعل ستانکزي د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړيږي  .
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغه ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ولايتي له غير مشروط بودجې څخه د څه ناڅه  ١٤ ميليونه افغانۍ په لګښت جوړيږي چې اته درسي خونې، د کمپيوټر او لابراتوار دوه خونې او نور ضروري ملحقات به ولري .
عرب زياته کړه چې دغه ښوونځي په ١٣٨٨ کال کې جوړ شو او اوس د ١٩٥ تنو نجونو په ګډون ٣٧٠  تنه تر خيمو لاندې په زده کړې بوخت دي چې د دغې ودانۍ په جوړولو سره به د زده کوونکو ټولې ستونزې لرې شي.
د يادونې وړ ده چې تېرکال د نوي تعليمي کال په پيل کې د جمهور رييس محمد اشرف غني په شخصي لګښت د دغه ښوونځي احاطوي ديوال او پنځه تشناپونه جوړ شول او د دغه ښوونځي په انګرکې د څښاک د اوبو يوه څاه هم وکيندل شوه.
اوس په لوګر کې ۳۲۰ تعليمي مرکزونه شتون لري او د  ٣٠  زرو نجونو په ګدون ١٥٠  زره زده کوونکي په زده کړې بوخت دي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

ګردیز باختر د وږي ۵ مه
د څه د پاسه درې  نیم مېلیونو افغانیو په لګښت د پکتیا پوهنتون شپږ بېلا بېلې ودانۍ رغول کېږي.
مسوولین وايي چې په دغو ودانیو کې د ښوونې  او روزنې،انجینرۍ او کرنې پوهنځیو او د  نجونو د  ليلې په ګډون دوه  نورې ودانۍ رغول کېږي.
د باختر اژانس د سیمه  یېز خبریال د خبر له  مخې؛
په هغه اداري اوونېزه غونډه کې چې  مشري یې د پکتیا د والي  مرستیال عبدالولي سهي کوله دغه راز د دغه ولایت د پوهنتون مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې،زده کړيالانو ته په خپله  مورنۍ ژبه  د زده کړې زمینه  برابره کړي.پای/وصال


 

کابل باختر دوږي  پنځمه :
دپروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې دصادقي ليسې نوې ودانۍ نن داستفادې وړ وګرځيده .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې دپروان ولايت دپوهنې رييس عبدالحکيم وويل چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي   ډول چې شپاړلس درسي او څلور اداري خونې لري د جنوبي کوريا  په مرسته ددرې سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لکښت  جوړه شوې ده .
  ده وويل ددغې ودانۍ په جوړيدو سره ديو زرو اووه سوه پنځوسو تنو زده کوونکو نجونو ستونزې چې پخوا يې ترخيمو لاندې او په غير معياري خونو کې زده کړې کولې لرې شوې دي
دپروان والي فضل الدين عيار دصادقي ليسې دنوې ودانۍ دپرانستل کيدو له امله ددغه ولايت اوسيدونکو او دپوهنې کارکوونکو ته مبارکي وويله اوددغې ودانۍ جوړولو لپاره يې جنوبي کوريا دمرستې له امله قدرداني وکړه .
  ختم- ف _ اکرم

Page 8 of 271